افغانستان

کابل کې د اس‌ځغلولو سیالۍ

کابل ښار پنجشنبه یو ځل بیا د یوې عنعنوي او محلي لوبې کوربه و. آس‌ځغلونه د افغانستان یو له ډېرو پخوانیو لوبو څخه ده، چې اوس یې هم افغانان د فرهنګ ژوندي ساتلو لپاره په کابل او ځینو ولایاتو کې ترسره کوي. دغه سیالۍ د المپیک ملي کمېټې تر نامه لاندې ترسره کېږي، د چمن حضوري پراخه میدان ته د لوبغاړو ترڅنګ د ځینو ادارو چارواکي او ډله - ډله افغانان هم راغلي وو، تر څو دغه لوبې له نږدې څخه ننداره کړي.

کابل ښار پنجشنبه یو ځل بیا د یوې عنعنوي او محلي لوبې کوربه و. آس‌ځغلونه د افغانستان یو له ډېرو پخوانیو لوبو څخه ده، چې اوس یې هم افغانان د فرهنګ ژوندي ساتلو لپاره په کابل او ځینو ولایاتو کې ترسره کوي. دغه سیالۍ د المپیک ملي کمېټې تر نامه لاندې ترسره کېږي، د چمن حضوري پراخه میدان ته د لوبغاړو ترڅنګ د ځینو ادارو چارواکي او ډله – ډله افغانان هم راغلي وو، تر څو دغه لوبې له نږدې څخه ننداره کړي.

د نوموړې سیالۍ یو آسځغلونکی ګلاب خان، چې له ننګرهار ولایت څخه یې په دغه سیالۍ کې ګډون کړی دی، د دولتي ورځپاڼې

له خبریال سره په خبرو کې خوښي وښودله چې په لوبو کې یې ګډون کړی دی او له حکومته یې دا غوښتنه لرله، چې په دې برخې کې دې ورسره اقتصادي مرستې وشي او میاشتني معاشونه دې ورته وټاکي. د نوموړي په وینا چې دې سیالیو کې خطر هم زیات دی او د پښو او لاسونو د ماتولو امکان هم زیات وي.

د نوموړې سیالۍ یو نندارچي عبدالهادي اعتماد، د دولتي ورځپاڼې له خبریال سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې دغسې سیالیو ته باید معیاري میدانونه جوړ کړي، ورزش ته سهولتونه برابر کړي، تر څو نه یوازې له ولایاتو څخه افغانان راشي، بلکې له نړۍ څخه هم خلک د لوبې کتلو ته راشي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس احمدالله وثیق رسنیو ته په خبرو کې و ویلې، چې له داسې لوبو څخه یې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو روزل او عنعنوي او ملي لوبې راژوندۍ کول دي، نوموړي و ویل: د افغانستان اسلامي امارت د تربیت بدني عمومي ریاست د المپیکي او غیر المپیکي لوبو ترڅنګ په دې باندې کوشش کوي، چې عنعنوي، صنعتي او محلي لوبو ته پرمختګ ورکړي او په همدې راز چې دغه لوبې مونږه بیا راژوندۍ کړو، په تربیت بدني کې د همدې لپاره دوه نوي امریتونه ایجاد شول، چې همه‌ګاني او د عنعنوي او محلي لوبو امریت په نامه دي. موږ په مختلفو ولایاتو او ولسوالیو کې کوشش کړی دی، کومې سنتی او محلي لوبې چې دي، د هغوی د ژوندي کولو لپاره مو پوره – پوره کوشش کړی دی.

هغه په نږدې راتلونکي کې د بزکشي د لوبو خبر هم ورکړ، چې لس ورځې به دوام ولري. نوموړي دا هم و ویل، که زمونږ د آسځغلولو لوبغاړي د نړیوالو لوبو لپاره وړتیا پیدا کړي، نو د بدني روزنې کمېټه به پوره – پوره همکاري وکړي.

د المپیک د ملي کمیټې اجرایوي او د آس ځغلولو فدراسیون رئیس دادمحمد پاینده اختري رسنیو ته په خپله وینا کې و ویلې، چې مونږه د آسځغلولو زیاتې لوبې ترسره کړي دي، خو دا لومړی ځل دی، چې د مني تر نامه لاندې دغه سیالۍ پر لاره اچول کېږي او کوښښ کوو، چې له دغسې لوبو څخه ملي لوبډلې ته قوت ور وبښو. نوموړي زیاته کړه، چې دغه سیالۍ مونږ باید د نړیوالو معیاري اصولو سره برابرې کړو. هغه یې د قیمتونو په اړه هم و ویل، چې په نړۍ کې په لوبو کې د یوه آس داخله له ۱۰۰۰ ډالرو څخه تر ۵ زره ډالرو پورې ده، خو زمونږ د هیوادوالو اقتصاد ته په کتلو مونږه دغه داخله یوازې ۵ سوه افغانۍ کړې ده او نور نغدي جوایز او د سیالۍ مصرف ټول د افغانستان د اسلامي امارت د ورزش اداره ورکوي.

افغانستان د تاریخ زیاتې پاڼې لري، چې یو شمېر یې جنګونو او نورو ناخوالو له ځان سره وړي دي، خو یو شمېر یې بیا د وخت د حاکمانو او افغانانو تر منګلو راغلي دي او نړۍ ته یې ښوولې دي. اسځغلول هم د همدغه تاریخ یوه ورقه ده، چې د افغانستان تاریخي قدامت ترې لوریه ښکاري. باور دا دی، چې دغه لوبې نه یوازې د نندارې او لوبغاړو روزلو لپاره ګټورې دي، بلکې نړۍ ته دا پیغام هم کېدلی شي، چې افغانان له جنګه ستړي دي او غواړي نوره انرژي په سالمو طریقو او ورزشي لوبو مصرف کړي.

تاج محمد بهار- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *