افغانستان

بغلان کې نظامي منسوبینوته پیل شوی روزنیز سمینار پای ته ورسېده

په بغلان کې د امنیې قومنداني د ښوونې او روزنې د څانګې له لوري د ولسوالیو امنیه قومندانانو، د حوزو امرینو او جنايي مدیرانو د وړتیا د لوړولو په موخه نهه ورځنی سمینار پرون پایته ورسېده، چې ۱۳۰ تنو پکې برخه اخیستې وه.

د بغلان امنیې قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیر قاري صدام صدر وايي، چې دې نهه ورځنی روزنیز سمینار کې یې برخه والو ته عقیدتي، اداري، جنايي او لوژستیکي برخو کې زده کړې او ټينګار کوي، چې ښوونه او روزنه د هر ټولنې ستنې مظبوطوي او باید دغه ډول پروګرامونه زیات ترسره شي.
د بغلان امنیه قومندان جان محمد حمزه په خپلو خبرو کې ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د عدالت په پام کې نیولو سره دې په نه ستړي کېدونکي ډول هلې ځلې وکړي، څو د چا حق زیانمن نه شي.
د برکې ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي حیات الله زرقاوي وویل، چې د حکومتولۍ چارې اوس په ښه ډول مخته ځي او دوی هیله من دي، چې بریالیتوبونه او د حکومتولۍ مثبت پرمختګ به رامنځ ته کړي.
په همدې مهال د بغلان اوسېدونکي وايي، چې ټولې امنیتې ادارې باید د خپلو منسوبینو د لا مسلکي کېدو په موخه سمینارونه ترسره کړي، څو د هغوی وړتیا زیاته او د چارو په مخته وړلو کې لاس بري شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *