اجتماعی

له چین سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا

واک ته د اسلامي امارت د بیا رسېدو راوروسته چین یوازینی هېواد دی، چې د افغانستان د سوداګریز عمده شریک او همکار په توګه یې ځان څرګند کړی.

واک ته د اسلامي امارت د بیا رسېدو راوروسته چین یوازینی هېواد دی، چې د افغانستان د سوداګریز عمده شریک او همکار په توګه یې ځان څرګند کړی.

په همدې اساس د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې یې له دغه هېواد سره د څه باندې ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد انیس ورځپاڼې ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د روان کال په تېرو اته وو میاشتو کې یې له چین سره د ۹۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.

هغه وویل: «د ۹۴۰ میلیونه ډالرو له ډلې یوازې د ۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د پاتې ۸۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوی دي».

د جواد په وینا، په صاداراتو کې وچه میوه، توره ځڼغوزي، طبي بوټي، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او همدا راز له چینه په را وارد شویو توکو کې کتان تکې، ټایرونه، ټویوب، د لمریزې بریښنا ښیښې، بریښنايي توکي او مبایلونه شامل وو.

بل لور ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په خپل کاري دفتر کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر جاوشینګ سره لیدلي دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت په ایکس پاڼه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، چې سرپرست وزیر عزیزي په خپلو خبرو کې په دې ټینګار کړی، چې د دغو هېوادونو تر منځ باید سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

دغه راز په پیغام کې د چین د سفیر جاوشینګ له خولې ویل شوي، د وچې میوې د پروسس په برخه کې به چینايي شرکتونه هڅه وکړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې دمګړۍ چين د نړۍ په کچه دوهم لوی اقتصادي ځواک دی خو افغانستان سره د ګډې پولې لرلو له اړخه د اقتصادي ځواکونو په سر کې ځای لري.

له بله اړخه چين د افغانستان عمده سوداګريز شريک بلل کېږي چې له ډېره وخته لوی لوی سوداګريز مالونه د دواړو لورو تر منځ تبادله کېږي.

د ۲۰۲۱ کال او په افغانستان کې د جمهوري دولت تر پرځېدا وروسته، د هغو ګڼو بدلونونو په خلاف چې له نورو هيوادونو سره د افغانستان په سوداګريز او اقتصادي اړيکو کې راغلل، چين د پخوا په څېر سوداګريزې او اقتصادي اړيکې له اسلامي امارت سره وساتلې.

که څه هم په اوس وخت کې د افغانستان اصلي اقتصاد داخلي عواید او څه نا څه په بهر کې د ميشتو وګړو مزدوري ده، چې په نغدي توګه افغانستان ته لېږل کېږي، خو تر جمهوريت وروسته له افغانستان سره د چين د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا او ساتنې د افغانستان د اقتصاد پر وړو او لويو شاخصونو د پام وړ اغېز کړی دی.

په همدې اړه د اقتصادي چارو کارپوه نازک میر زیارمل انیس ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې چین د نړۍ له مهمو اقتصادي هېوادونو څخه دی او که له افغانستان سره دغه ډول ګډې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې وپالي، د افغانستان په اقتصاد کې به د پام وړ مثبت بدلونونه راولي.

زیارمل دغه راز څرګنده کړه، چې افغان سوداګران او د افغانستان د اقتصاد مسئول کسان دې په ډېر پام له چین سره د سوداګرۍ ګډ ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړه، چې که له چین سره په سوداګرۍ او قراردادونو کې له پام او احتیاط څخه کار وانخستل شي، شونې ده چې مقابل هېواد د افغانستان په پرتله ډېره ګټه پورته کړي او افغانانو ته کومه ځانګړې ګټه په لاس ورنشي.

نذیر منیب – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *