سیاسی

د مهاجرینو مسئله او په اسلامي نظام کې یې اهمیت

وروسته له هغه چې له ګاونډي هېواده، د مهاجرینو د اجباري اېستلو مسئله د ورځنیو موضوعاتو د بحث پر محور بدله شوه؛ د افغانستان د اسلامي امارت رهبري (په رأس کې عالیقدر شیخ امیرالمؤمنین حفظه الله) له یوې لحظې ځنډ پرته، پر کابینې د یوه فوق العاده فرمان په ورکولو سره، د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون پر تشکیل ټینګار وکړ، چې ډېر ژر د ریاست الوزراء د اداري مرستیال، الحاج مولوي عبدالسلام حنفي حفظه الله، په سرپرستۍ، پر دولس کمېټو مشتمل کمېسیون رامنځته شو، چې هرې کمېټې د یوه وزارت تر ریاست لاندې په خپلواکه توګه مهاجرینو او راستنېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کار پیل کړ.

وروسته له هغه چې له ګاونډي هېواده، د مهاجرینو د اجباري اېستلو مسئله د ورځنیو موضوعاتو د بحث پر محور بدله شوه؛ د افغانستان د اسلامي امارت رهبري (په رأس کې عالیقدر شیخ امیرالمؤمنین حفظه الله) له یوې لحظې ځنډ پرته، پر کابینې د یوه فوق العاده فرمان په ورکولو سره، د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون پر تشکیل ټینګار وکړ، چې ډېر ژر د ریاست الوزراء د اداري مرستیال، الحاج مولوي عبدالسلام حنفي حفظه الله، په سرپرستۍ، پر دولس کمېټو مشتمل کمېسیون رامنځته شو، چې هرې کمېټې د یوه وزارت تر ریاست لاندې په خپلواکه توګه مهاجرینو او راستنېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کار پیل کړ.

د الحاج مولوي عبدالسلام حنفي حفظه الله په سرپرستۍ یاد کمېسیون چې وزیران یې هم په تشکیل کې شامل دي، په دوامداره ډول مهاجرینو ته په ټولو اړینو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد بېلابېلو برخو کې د راستنېدونکو او مهاجرینو اضطراري وضعیت ته په کتو، د حنفي صاحب په ګډون؛ اکثره وزیران د مهاجرینو او راستنېدونکو د راټولېدنې ساحو ته ورغلل چې دا کار د دولت او ملت د خدماتي پرسونل د تشویق او هڅونې سبب وګرځېد. دغه راز هېواد ته د مهاجرینو د داخلېدو ساحې ته د اسلامي امارت د مشرانو ورتګ او هغوی ته ښه راغلاست ویل؛ د راستنېدونکو هېوادوالو د زیاتې خوښۍ لامل شو او تر ډېره یې د هغوی د اجباري اېستلو دردونه کم کړل. په کلي ډول د اسلامي نظام لخوا چې مهاجرینو ته د هرکلي کومه صمیمي فضا رامنځته شوه؛ مهاجرینو د دې فضا په لیدو سره خپل د سفر او اجباري اېستلو دردونه هېر کړل.

دغه کار د ډېرو نیکو او خیر غوښتنونکو هېوادوالو او سوداګرو د هڅونې سبب شو او هغوی هم له حکومتي افرادو سره، اوږه په اوږه د خپلو هېوادوالو استقبال ته ورغلل او د مادي او معنوي مصارفو په ګاللو سره یې د ورورولۍ روحیې ته پياوړتیا ور وبښله.

د اسلامي امارت د حکومت او د افغانستان د متدین ملت لخوا د مهاجرینو د استقبال لپاره د فداکارۍ او صمیمیت رامنځته شوې فضا د دې سبب شوه، کله چې ډېری مهاجرینو او راستنېدونکو د اسلامي نظام تود هرکلی، مهرباني او صمیمیت ولید، نو د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو د ټولو کاذبو او دروغجنو تبلیغاتو حقیقت ورته څرګند او په دې پوه شول چې د اسلامي نظام حقیقت څه دی او د افغانستان دښمنانو څومره بې اساسه او کاذب تبلیغات کول؛ دغو مهاجرینو چې د خپل نظام او هېوادوالو مینه او درناوی ولید، نو هغو هېوادوالو ته یې هم چې په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ سختې ورځې شپې تېروي انګېزه ورکړه او ویې هڅول څو خپل اصلي وطن ته راستانه شي، دلته خپل عزت او درناوی وویني او په خپل وطن کې د شخصي کار په پیلولو سره د ملک په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون دولس ګونو کمېټو هرې یوې په خپل وار سره، د دوی محوله امورو کې د عالیقدر شیخ امیر المؤمنین حفظه الله، د هدایاتو د تطبیق برخه کې خپله بېدرغه هڅه او کوښښ کړی او د هرې کمېټې مسئولینو د خدای ج د رضا حاصلولو او د ورسپارل شویو مسئولیتونو د تطبیق برخه کې د خپل رهبر د فرمان د اطاعت لپاره یې بېسارې هڅې کړي چې تر دې دمه په پوره قوت او شدت سره دوام لري. د اسلامي امارت ټول مسئولین له مهاجرینو او راستنېدونکو سره د مرستې برخه کې ځان مکلف بولي د اسلامي نظام او د شریعت په سپېڅلي چوکاټ کې یې د بشردوستۍ ښکلې صحنې په عملي بڼه هېوادوالو او نړیوالو ته ور وښودې او په ډاګه یې کړه، چې افغانستان د یو خدمت کونکي دولت او فداکاره ملت لرونکی دی او د وحدت او اتفاق فضا کې له یو او بل سره مرسته کوي او خپلو ستونزو او مشکلاتو ته په ګډه حللاره پیدا کوي.

د کمېسیون دولس ګونې کمېټې خپل ورځني فعالیتونه، په ښه او معیاري شکل د کمېسیون له رهبرۍ سره شریکوي او له رهبرۍ څخه د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه اړینې لارښونې ترلاسه کوي. همدارنګه د کمېسیون رهبري هم د هرې ورځې په پای کې د اسلامي امارت رهبرۍ عالي مقام دفتر ته د تر سره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کوي او مهاجرینو ته د خدمتونو وړاندې کولو پروسه کې د اسلامي امارت رهبرۍ عالي مقام اړین هدایات ترلاسه کوي او د تطبیق لپاره یې په ډېر اخلاص او علاقمندۍ سره هڅه او کوښښ کوي.

د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول مهاجرین او راستنېدونکي به هېڅ کله هم د مجاهد ملت په همکارۍ د اسلامي امارت لخوا دوی ته برابرې شوې ښکلې او صمیمي شېبې هېرې نه کړي او د اسلامي نظام دغه د صمیمیت او مهربانۍ فضا به نوره هم زمونږ د ولس د هڅونې سبب شي.

د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د مجاهد ملت د کامیابۍ په هیله

لیکونکی: ( ابو صهیب) مولوي نعیم الحق حقاني

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *