افغانستان
ترکي پانګوال د افغانستان د نفتو پرکانونو پانګونه کوي
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور پرون په خپل کاري دفتر کې له ۲ تنو ترکي پانګوالو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور پرون په خپل کاري دفتر کې له ۲ تنو ترکي پانګوالو سره وکتل.
په دغه کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړې توګه د افغانستان پر کانونو باندې د پانګونې لپاره د شرایطو او د زمینې برابرولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د ترکیې هېواد پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ د نفتو په کانونو باندې د پانګونې غوښتنه وکړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کان کېندنې قوانینو مطابق ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.