سیاسی

په فلسطین کې د امریکا اډه د څه لپاره؟

هلال بلخي پر غزې د برید او بمبار سره هم مهاله د امریکا اینټرسپټ وېب پاڼې خبر ورکړی چې د غزې سره په ۳۲ کیلومټری کې امریکایانو یوه پټه نظامي اډه جوړه کړې ده. دغه پټه نظامي اډه د نقب په دښتو کې د هارقرین د غره په لمنه کې جوړه شوې ده.  اینټرسپټ وېب پاڼې زیاته کړې چې دغه نظامي مرکز او اډه د پنځه سوه دوولسم (۵۱۲) سایټ په نامه نومؤل شوې او یو ډؤل راداري او ترصدي مرکز بلل کیږي.

هلال بلخي

پر غزې د برید او بمبار سره هم مهاله د امریکا اینټرسپټ وېب پاڼې خبر ورکړی چې د غزې سره په ۳۲ کیلومټری کې امریکایانو یوه پټه نظامي اډه جوړه کړې ده. دغه پټه نظامي اډه د نقب په دښتو کې د هارقرین د غره په لمنه کې جوړه شوې ده.  اینټرسپټ وېب پاڼې زیاته کړې چې دغه نظامي مرکز او اډه د پنځه سوه دوولسم (۵۱۲) سایټ په نامه نومؤل شوې او یو ډؤل راداري او ترصدي مرکز بلل کیږي. د دغه مرکز لپاره وار له وړاندې ۳۶ میلیونه ډالره مصارف شوي او اوسمهال یې د عسکرو د اوسېدنې لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کیږي.  پاڼه زیاتوي سره له دې چې د امریکا جمهور رییس جو بایډن ویلي: پر غزې د برید سره هم مهاله اسراییلو ته د امریکایي عسکرو د لېږلو کوم پلان نشته، لیکن له دغه وینا سره بیا هم په اشغال شوې خاوره کښې د نظامیانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د پام وړ ټکۍ دا دی چې پنټاګون دوې میاشتې مخکې په یاد مرکز کې د تاسیساتو نصبؤل پیل کړي وو، لیکن د شته دستګاوو او تجهیزاتو څخه یو هم د غزې لخوا توغؤل شوي راکټونه او میزاییلونه تشخیص کړي نه دي او نه هم په ځواب کې کوم غبرګون ترسره شوی دی. همدا ډؤل بهر ته درز شوي اسناد او مدارک ښکاره کوي چې د غزې تر برید دوې میاشتې مخکې د ۵۱۲ سایټ لپاره د پنټاګان لخوا د څو میلیونو قرارداد شوی. په یاد قرارداد کې لیکل شوي چې دغه سایټ به د امنیتي معاون پحیث فعال وي او دلته به یو راداري مرکز د اسمان د څار لپاره رامنځته کیږي.

په انټرسپټ کې د یاد مطلب لیکوونکي خبریالان (کلاین کلیپنشتاین او دانیل بوگوسلاو) زیاتوي: یاد ۵۱۲ راداري سیسټم ځکه د حماس میزاییلونه تشخیص کړي نه دي، چې دستګاوې او تجهیزات یې ټول پر بلې نقطې باندې متمرکزې وې. پنټاګان په دې وروستیو کې له اوکراین څخه مخ اړولی او یو ځل بیا یې خپله توجه منځڼې ختیځ ته را اړولې ده او خپلې جنګي طیارې يې په سیمه کې دو چنده زیات کړي او دو نظامي کښتۍ یې د اسراییلو په سواحلو کې مستقر کړي دي.

ټولو ته معلومه ده چې اسراییل سره له دې چې د نظامي لحاظه یو قوي دولت بلل کیږي او ټوله اسلامي او عربي نړۍ یې ویرولې ده. لیکن د اوږدې مودې جنګ او جګړې توان نلري او جغرافیایي موقعیت یې هم داسې دی چې د نورو کفري هیوادونو د مرستې بغیر د اوږدې مودې بقا یې تر سوال لاندې راځې. نو ځکه اسراییل خپله ټوله توانایي او قوت په استخباراتي او تبلیغاتي برخو باندې متمرکز کری دی. په دې ترتیب کولای شي په ډېر لږ مصرف او لګښت خپلې غټې موخې ترلاسه کړي.

د اسراییلو استخبارات د نړی له قوي استخباراتي شبکو څخه ده. او دوی د ټولې فلسطیني خاورې او په خاصه توګه د غزې جاسوسی باندې ځانګړی متمرکز لري.  ډېره موده مخکې د حماس او په خاص ډؤل د القسام د دفاعي او تعارضي ځواک خبرتیا حکومت ته ورکړل شوې وه. اسراییلو په فلسطین کې د عملیاتو هوډ درلود. لیکن د اسراییلو لپاره د جګړې پیل ډېر اسانه او په هره بهانه ممکن دی، خو دوامداره جګړه یې بیا د زوال او مرګ په مانا ده. نو ځکه اسراییل له پیله په هره جګړه کې خپل ټول ځواک او توان په لومړیو ورځو او هفتو کې کاروي او دغه یې د بریا سبب ګرځېدلی دی. د اعرابو سره یې جګړې ټوله همداسې شوې او په بریا یې ختمه شوې ده.

د اوسنې جګړې وضعیت بل ډؤل دی او اسراییلیانو ته هم معلومه شوې ده چې روانه جګړه که د حماس د ختمېدو په نیت وي، نو ډېره موده به دوام وکړي او دوامداره جګړه بیا د اسراییلو لپاره د خطر زنګ دی.  نو ځکه د امریکا د ملاتړ او په سیمه کې د حضور او وجود باید خبره رسنیزه شي، تر څو د سیمې عربي هیوادونه او اسلامي ممالک د کوم غبرګون جرئت ونکړي. دغه راپور هم په همدې نیت نشر او رسنیز شوی دی او بیا پکې د ایران وېرؤلو ته پکې جملې کارؤل شوي دي. کنه نو ټولو ته جؤته ده چې امریکا د اسراییل ده.

د غزې جګړه د اکتوبر له اوومې څخه پیل شوې او یوه میاشت ته نږدې کېدونکې ده. په دې موده کې هوایي بریدونو، تراوسه لسګونه زره ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. اما اسراییلو ته کومه سیاسي او نظامي لاسته راوړنه نلري. او که په دغه حالت هر څومره موده دوام هم وکړي، نه به حماس ختم شي او نه به اسراییل ته څوک شاباسی او امتیاز ورکړي. علاوتا د نړۍ او مسلمانانو قهر او غضب ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او هره ورځ او اونۍ دا احتمال شته چې کومه نوې پېښه او تحول رامنځ ته شي. نو د احتمالي داسې کومې پېښې او تحول لپاره د امریکا نظامي حضور او وجود په اسراییل کې رسنیز کول یې قصدي او تبلیغاتي عمل بولم.

امریکا او اسراییل په دا ډؤل تبلیغاتو غواړي ټول اسلامي واکمنان ووېروي، او موږ او تاسو یې د نتیجې شاهدان هم یوو چې یو اسلامي هیواد او واکمن هم د څه ویلو او کولو جرئت نه دی کړی. د غزې روان وضعیت ته په کتو هم دغه خبره ثابتیږي چې اسراییل حماس له منځه وړلای نشي او د فلسطینیانو په وژلو هم جنګ ګټلای نشي، برسیره پر دې اوږدمهاله جنګ، به سبب شي چې اکثره یهودي اسراییلیان به ډېر ژر دغه خاوره پرېږدي او نورو هیوادونو ته به کډه شي. هغه څه چې اسراییل ترې ویره لري. بل لورې ته د څو وروستیو کلونو روان اقتصادي وضعیت لکه څنګه چې بر نورو هیوادونو یې منفي اثر کړی، همداراز اسراییل په کور دننه د سیاسي احزابو او مختلفو افکار له سخت غبرګونونو سره هم مخ دی او دا ټولو پر اسراییل منفي اثر غورځولی دی او په کور دننه یې د ولس او احزابو مخالفتونه او جنجالونه را منځ ته کړي دي.

ټولو پورتنې مواردو ته په کتو سره، غربي رسنۍ په یو مخیز ډؤل هڅه کوي چې د غزې برید او قتل عام کې حماس ملامت وبولي او په څنګ کې ټول اسلامي هیوادونو او جهادي احزابو ته د هر ډؤل حمایوي غبرګون لپاره خبرتیا ورکړي. کنه نو په داسې یو حالت کې چې انسان وژنه او د بشر قتل عام په یو مخیز او ظالمانه ډؤل روانه وي، څنګه کېدای شي مسلمان حاکمان کاڼه او ړانده شي. د اسلامي او عربي هیوادونو چوپتیا او د اسراییلو څخه د غربي او کفري نړی ملاتړ او حمایت هسې وم نمایشي     ډرامه نه ده. بلکې په ډېر احتمال ځینې ګاونډې او مهم هیوادونو د دغه شوم پلان څخه خبر او په هرڅه پوه دي.  خو بیا هم د الله تعالی تقدیر بېل دی او ان شاءالله ډېر احتمال شته چې په نږدې راتلونکو میاشتو کې غټ تحول رامنځته شي. داسې تحول چې اوسنی سیاسي او جیوپولیتیک جوړښت به ګډوډ او تغییر کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *