اجتماعی

دترانسپورتي مسیرونو فعالول اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابروي

د ترانسپورتي مسیرونو فعالول او په دې برخه کې د غوره سیستم غوراوی په حقیقت کې لازمې آسانتیاوو رامنځته کوي، ځکه د ګران افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو سره زمونږ هېواد د نړۍ په کچه په وچه پورې د تړلوهېوادونوپه لړکې شامل دی، سمندرته په مستقیم ډول لاره نه لري او دځمکني ټرانزیټ په برخه کې هم دوسپنې پټلۍ دجوړیدو له پلوه دسیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلیدل ورته خورا ډیر ارزښتناک دی، له بله پلوه د وسپنې پټلۍ د هېواد د کمزوري اقتصاد په وده او پراختیا کې هم خورا ډیر اهمیت لري، چې بې له شکه د همدې اصل په پام کې نیولو سره د اسلامي امارت د مشرتابه د هڅو له امله دسیمې له هېوادونو سره د تجارتي اړیکو د ټینګولو په لړکې د ازبیکستان هېواد له حیرتانو څخه تر مزارشریف پورې د (75) کېلو مترو په واټن د وسپنې پټلۍ لا دمخه جوړه شویده، چې له دې لارې د مختلفو توکو سوداګري له افغانستان سره جریان لري، ددې ترڅنګ دافغانستان، ازبیکستان او پاکستان هېوادونو داستازو ترمنځ د افغان ټرانس پروژې د عملي کولو په هکله هم توافق شویدی.

هیرده دې نه وي چې ددې پروژې په اړوند ځینې د نظرخاوندان او شنونکي هم په دې اند دي:« افغان ټرانس پروژه چې د درې هېوادونو(ازبیکستان، افغانستان، پاکستان) ترمنځ جوړیږي، دا پروژه به د ازبیکستان له ترمذ ښار څخه پیل او د افغانستان له مزارشریف، سمنګان، بغلان، پروان، وردګ، کابل، لوګر او ننګرهار وروسته به د پاکستان له ریل پټلۍ شبکې سره ونښلول شي، خو له وروستیو تحقیقاتو څخه دا مسیر د طبیعي پیښو، غرونو، اوږد مسیر او لوړو مصارفو په خاطر د درې واړه هېوادونو په توافق د (لوګر تورخم) پرځای ( لوګر پکتیا) ته تبدیل شو، چې ۱۲۶ کیلو متره د لومړني مسیر څخه لنډ دی او لږو مصارفو ته اړتیا لري، ددې پروژې ټول اوږدوالی چې زموږ له هېواد څخه تیریږي، کابو ۵۰۰ کیلو متره دی چې د ۶ میلیارده ډالرو په سرمایه ګذاري سره به تر ۲۰۲۷ م کال پورې بشپړه شي.

ددې پروژې ګټې:

–              له ټولو مهمه نقطه داده چې ددې ریل پټلۍ په مرسته به سیمه ییز اتصال رامنځته شي او جنوبي آسیا به د ختیځې آسیا سره ونښلول شي.

– ددې هېوادنو ترمنځ به راکړه ورکړه یا سوداګرۍ ۲۲ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

– له ازبیکستان څخه د توکو انتقال به د ۳۳ ورځو څخه ۴ ورځو ته راکم شي.

– زمونږ د هېواد هغه ولایتونه چې ریل پټلۍ ورڅخه تیریږي د لوړو سهولتونو او چټکې سوداګرۍ زمینه به ورته برابره شي.

– تر ۲۰۳۰ م کال پورې به له دې لارې شاوخوا ۱۵ میلیونه ټنه انتقالات ترسره کېږي.

– د پاکستان له ریل پټلۍ سره په نښلیدو به له هغه طریقه اوبو او نړیوالو مارکیټونو ته لاسرسی آسانه شي.

– په هېواد کې د کار، سوداګرۍ، تګ راتګ لپاره زمینه برابرول هغه مهم فرصتونه دي چې د پروژې له تکمیل وروسته به ترلاسه شي.

له نیکمرغه چې په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو برخوکې زیربنایي چارې دوام لري او له ټولو مهم او د ارزښت وړ پروژې د ریل پټلۍ او سړکونو جوړول دي چې دسیمې له هېوادونو سره د نښلولو ترڅنګ د هېواد په داخل کې انتقالات، تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره آسانتیاوې رامنځته کوي، د انکشافي سیاست علمآ په دې اند دي چې پرمختګ د سړک سره تړلی دی یعنې د سړک څخه د دوی هدف ټرانسپورټي  سړکونه او لارې دي، چې په هېواد کې یې جوړیدل عملآ جریان لري.»

البته په ټوله کې ویل کېږي چې ددې پروژې په تحقق سره به د منځنۍ آسیا هېوادونه له جنوبي آسیا هېوادونو سره وصل شي او افغانستان به هم د ټرانزیټ له پلوه د پام وړښه عاید ترلاسه کړي.

دیادونې وړ ده چې افغانستان اوس مهال په کمه اندازه د ریل پټلۍ په درلودو سره په سیمه کې هغه هېواد بلل کېږي چې ترټولوکم د ریل کرښه لري، د افغانستان ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو ته په کتو سره د ریل پټلۍ د هېواد داقتصادي ودې  لپاره ډیره مهمه ده، ځکه د وسپنې پټلۍ دسیمې له هېوادونو سره دټرانزیټي نښلیدو ترڅنګ له اقتصادي او امنیتي پلوه هم خورا ډیر ارزښت او اهمیت لري، نو افغان پتمن ولس هم هرهغه خوځښت او نوښت ته چې پایله یې د افغانستان د اقتصادي ودې، دامنیت د ټینګښت او پرمختګ باعث شي د قدر په سترګو ګوري او دزړه له کومې یې ستایي، په دې هیله چې دافغان ټرانس پروژه په ښه ډول عملي شي او هم  د حیرتان بندر د پتلۍ له لارې افغان سوداګر خپل تجارتې توکي او دګران هېواد مختلف محصولات له چین سربیره آسیا او ان اروپا ته هم صادرکړي چې د افغانستان په شمول د سیمې او نړۍ د هېوادونو د خلکو د نږدیوالي ترڅنګ اړوندهېوادونه او هم یې اوسیدونکې ترینه په هراړخیز ډول اقتصادي ګټې ترلاسه کړي، نو پاک الله (ج) دې په خپل رحم، کرم، پیرزوینې او قدرت کامله سره جګړه ځپلي افغانان په خپل پلارني ټاټوبي ګران افغانستان کې دهوسا اوبسیا ژوند خاوندان کړي او په هېواد کې له شته هراړخیزو اقتصادي ستونزو چی نن ورسره لاس اوګریوان دي د تل له پاره وژغوري او ورځ تربلې دې دسیمې او نړۍ له هېوادونو سره په مختلفو برخوکې د دوئ تجارتې او سوداګریزې راکړې ورکړې لاپسې ټینګې او پراخې کړي.

شاه محمود

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *