گزارش

په زرمت ولسوالۍ کې د يو متوسطه ښونځی ودانۍ جوړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې د بابکر متوسطه مکتب ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې د بابکر متوسطه مکتب ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د زرمت په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه د افغانستان اسلامي امارت مسئولينو، په لسګونو ولسي خلګو او متعلمينو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کريم د څو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، په پيل کې د زرمت ولسوالۍ د معارف آمر د ښه راغلاست او هرکلي وينا وکړه ور پسې د حداد فرهاد کلتوري مرکز رئيس حداد فرهاد خبرې وکړې او د ياد مکتب د جوړېدو اړتيا يې جوته کړه، په سيمه د ترسره شويو کړاوونو يادونه يې وکړه او همدا يې د ياد مکتب د جوړولو لامل وباله.

وروسته د پکتيا ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد غونډې ته خپله وينا واوروله د حداد فرهاد کلتوري مرکز نه په مننې يې دياد مکتب جوړېدل وستايل. په دغه ولایت کې د دغسې پروژو پر ضرورت يې تفصيل ورکړ زياته يې کړه: د پکتيا ولايت معارف ۶۰ سلنه سر پنا او د ناستې فرش نه لري. نوموړي وويل موږ په ټوله معنی ژمن يو چې په دې لاره کې به په جديت سره کار کوو او په دغه ولایت کې يې  ۳۰ مکاتبو ته د نويو ودانيو دجوړولو او تر ميم خبر هم ورکړ.غونډه د ستاينليکونو په وېش او دعايه سره پای ته ورسېده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن