اجتماعی

د جمهوريت فرهنګپال!

تېره اونۍ د هېواد يوه ولايت ته د يوه ملګري د زوی واده ته لاړو د واده ورځ په خوښيو او خدمت کې لاړه بېګا شوه، د ماخوستن لمونځ مو په جماعت سره اداء کړ او بيرته د کوربه کره ستانه شوو، ډېر ملګري را غونډ شوي وو ؛  نو د هېوادوالو خو دا عادت جوړ شوی چې د هېواد او د نړۍ د سياست په اړه خبرې کوي، چې  کله کله یې آن د لانجې او خپګان تر پولې هم رسوي او د هیڅ شي (خپلوي او ملګرتيا) خيال نه ساتي. دا مجلس هم له سياسته پيل شو، بحث کوونکي او ګډونوال هم د مختلفو فکرونو خاوندان وو، يوه ګډونوال وويل: دا د فلسطين د غزې وګړيو پر اسرائيلي خاورې ولې بريدونه وکړل؟ د عبدالکريم په نوم يوه ښوونکي ورته وويل: ملګريه خپه نه شې! ته اسرائيل پېژنې؟ هغه وويل: هو؛ اسرائيل څنګه نه پېژنم، دا په منځني ختيځ کې د يهوديانو هېواد دی!

تېره اونۍ د هېواد يوه ولايت ته د يوه ملګري د زوی واده ته لاړو د واده ورځ په خوښيو او خدمت کې لاړه بېګا شوه، د ماخوستن لمونځ مو په جماعت سره اداء کړ او بيرته د کوربه کره ستانه شوو، ډېر ملګري را غونډ شوي وو ؛  نو د هېوادوالو خو دا عادت جوړ شوی چې د هېواد او د نړۍ د سياست په اړه خبرې کوي، چې  کله کله یې آن د لانجې او خپګان تر پولې هم رسوي او د هیڅ شي (خپلوي او ملګرتيا) خيال نه ساتي. دا مجلس هم له سياسته پيل شو، بحث کوونکي او ګډونوال هم د مختلفو فکرونو خاوندان وو، يوه ګډونوال وويل: دا د فلسطين د غزې وګړيو پر اسرائيلي خاورې ولې بريدونه وکړل؟ د عبدالکريم په نوم يوه ښوونکي ورته وويل: ملګريه خپه نه شې! ته اسرائيل پېژنې؟ هغه وويل: هو؛ اسرائيل څنګه نه پېژنم، دا په منځني ختيځ کې د يهوديانو هېواد دی!

عبدالکريم ورته کړه: د يهودانو په اړه څه معلومات لرې چې د کوم دين پيروان دي او دا هم راته ووايه چې اسرائيلو په خپله خاوره دا هېواد جوړ کړی او که په چل، فريب، غدر او خيانت يې د فلسطين له وګړيو نيولی؟

هغه روڼ اندي وويل: د حضرت موسی علیه السلام د دین منونکي دي او دا فلسطين حضرت يوشع عليه السلام دوی ته فتح کړی وو او د دوی خپل ملک دی.

د محمد عظيم په نوم ملګري وويل: آيا دوی د موسی علیه السلام په اصلي ديڼ ولاړ دي او د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم دين يې هم پوره قبول کړی که څنګه او بل دا چې له يوشع عليه السلام وړاندې دوی له موسی علیه السلام سره ملګرتيا وکړه که نه؟ او دا هم ووایه چې مخکيني اديان اوس د چلښت وړ دي؟

د ديموکراسۍ د دورې فرهنګپال وويل په دې اړه ډېر نه پوهېږم، ولې له اسلامه پرته د نورو اديانو د نه چلېدو هم څه دليل نه شته. او دومره مې يوه ورځ له يوه عالمه واورېدل، چې هغو (يهودانو) له موسی علیه السالم سره ملګرتیا ونه کړه! نور دا چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم دین دوی مني که نه، خو دومره پوهېږم چې دينونه يو لړ مشترکات سره لري.

عبدالکريم ورته وويل: ديني مسائلو کې چټي مه ور ننوځه، ستا دا مزخرف فرهنګ چا ته سم صحيح قناعت نه شي ورکولی!! ماته غوږ شه!

اسرائيل هغه سرغړانده قوم دی چې موسی علیه السلام ته يې وويل: ته او رب جل جلاله دې لاړ شئ، وجنګېږئ موږ به دلته ناست يو!  نو دوی فلسطين او هغه مقدسه خاوره بیت المقدس په موسی کلیم الله فتح کولو او په خپله دوی نه تلل،  بیت المقدس چې حضرت اسحاق علیه السلام ودان کړی و هغه د دوی لپاره يوشع بن نون علیه وګاټه. دا امانت الله جل جلاله له ناراسته او ډارنو يهوديانو څخه اخيستی او سوچه رښتينو مؤمنانو ته يې ورکړی، دوی په دې پاکه خاوره کې تل وینې بهولې، آن تر دې چې په زرګونو انبیاء او رسولان علیهم السلام یې په شهادت رسولي، چې څرګنده بېلګه یې د حضرت زکریا علیه السلام او حضرت یحیی علیه السلام شهیدول دي او د حضرت عیسی علیه السلام د شهیدولو اراده یې هم کړې وه. همداشان د وروستۍ زمانې د نبي او رسول محمد صلی الله علیه وسلم د شهیدولو هوډ یې هم کړې و. خو الله جل جلاله هغوی په خپلو هدفونو کې ناکامول، تر دې چې د دوی کډې له مدینې منورې بار شوې.

فرهنګپاله! تا د دینو نو ترمنځ د مشترکاتو خبره وکړه، نو دا عقیده د صُن مُوْن عقیده ده چې همدې یهودو له ځانه اختراع کړې او په کوم ایت او حدیث نه ده ولاړه، د مسلمانانو د تېر وېستلو له پاره جوړه شوې ده، څوک چې ځان مسلمان جوړوي، هغه به پوره پوره په اسلام کې داخلېږي. مسلمانان الله جل جلاله داسې مني چې: له هغه سره هیڅوک شریک نه شته او ساری نه لري،  نه یې پلار شته او نه زوی او لور لري. اما یهودیان حضرت عزیر علیه السلام د الله جل جلاله زوی بولي او مسیحیان حضرت عیسی علیه السلام د الله جل جلاله له پاره په زویتوب نیسي. یهود او نصاری حضرت محمد مصطفی په رسالت او نبوت نه مني او د دوی (یهودو او نصاراو) دینونه د اسلام په راتګ سره له منځه تللي او بل دا چې دوی هغه په اصلي بڼه نه دي پریښي، په هغو کې یې د خپلې خوښې ادلون بدلون کړی او لا کوي یې.

د فرهنګپال یوه ملګري شفیق وویل: د جمهوریت په دوره کې مونږ ته د ثقافت استاذ په پوهنځي کې د فلسطین په اړه معلومات راکړل، چې کټ مټ همداشان و، د درس مهم عناصر لا پر تخته موجود وو چې بل استاذ ټولګي ته راننوت او هغه ټول معلومات یې نقد او شدید اعتراضات یې پرې وکړل او بیا یې په رسنیو کې دا نشر کړه چې د ثقافت په مضمون کې محصلینو ته د افراطیت، ترهګرۍ او تروریزم درس ورکول کیږي، دا مضمون باید له درسی نصابه ووېستل شي! ولې اوس پوه شوم چې فلسطین د مؤمنو مسلمانانو میراث دی، له انبیاؤ او رسولانو علیهم السلام څخه په میراث راپاتې دی او د دې ملکیت الله عزوجل له یهودیانو څخه اخیستی دی.

د مجلس یو بل ګډونوال ذاکرالله هم د شفیق خبره تائيد کړه او ویې ویل: چې د ډېموکراسي پر مهال ډېری خلکو د امریکا دریځ تائيداوه چې هغه اوس د جو بایډن په سفر کې ښه واضح شو؛ ځکه داقصی له توپانه وروسته نوموړی اسرائيلو ته راغی، له یهودي چارواکو سره یې وکتل او د هر اړخیزو

مرستو ډاډ یې ورکړ.

فرهنګپال وویل: دا سمه ده چې یهودو له موسی (ع) سره و نه ځلوله، نور انبیاء او رسولان علیهم السلام یې هم شهیدان کړل او آن د محمد صلی الله علیه وسلم د قتلولو اراده یې وکړه، خو آيا دوی د حکومت او هېواد لرلو او جوړولو حق نه لري!؟

ذاکرالله ورته وویل: فرهنګپاله! ته دا راته ووایه، د فلسطین اصلي اوسېدونکي د هېواد او حکومت حق لري، که نه؟ په داسې حال کې چې دوی ته دا ټاټوبي له پلرو نيکو په میراث پاتې دی. او یهودانو په غدر، خیانت، فریب او دوکې د نړیوال کفر انګلیس، امریکا  او.. سره دا خاوره لاندې کړې ده!!

فرهنګپال وویل:  انګرېزانو اسرائيلو ته فلسطین په ډالۍ کې ورکړی دی.

محمد عظیم ورته کړه: سمه ده!  انګرېزانو دکومې اتلولۍ په اساس اسرائيلو ته ورډالۍ کړ او بیا لوی شیطان امریکا په لسو دقیقو کې په رسمیت وپېژانده، انګرېزانو خو هم څه د انګلیس له خاورې ورجلا نه کړ، بلکې د مسلمانانو خاوره وه او هغه یې ورکړه او اصلي فلسطینیان یې له هېواد او حکومته خلاص کړل.

فرهنګپاله! دا خاوره د مسلمانانو ده، دا اصحابو کرامو رضی الله عنهم له عیسویانو څخه ازاده کړې. فاروق اعظم رضی الله عنهم (دوهم خلیفه) یې د کلیګانو تر لاسه کولو له پاره فلسطین ته ورغلی، مسلمانانو وینې نه دي په کې بهولې، بلکې یهودیانو او عیسویانو په وینو لمبولی دی، چې لا تراوسه د فلسطین په غزه کې د وینو ویالې روانې دي او د باروتو لوخړې اسمان ته خیژي او د مظلومو شهیدانو آه او فریاد رب العلمین ته ور وړي!! خو د بایډن، بلېنکن او نورو زړونه د نتن یاهو په څېر نه پرې یخیږي او بلېنکن خو په جهر وايي چې: زه د خارجه وزیر په حیث اسرائيلو ته نه یم راغلی، د یو یهودي په توګه راغلی یم. ولې د اسلامي نړۍ حکام د خپلې لومړنۍ قبلې نوم هم نه اخلي او د مصلحت چوپتیا یې غوره کړې. فرهنګپال خو څه ویل، ولې شفیق خوله وربنده کړه او ورته ویې ویل: بس دی، د جمهوریت د مزخرف فرهنګ ډول مه غږوه، اوس دهېواد واک دنازو انا [رح] او زرغونه انا [رح] دبچيو په لاس کې دی د مسلمان اُمت غم یې خوب ته نه پرېږي. اوس دغیور ولس فرهنګیان اوکلتورپالان داُمت اصیل ارزښتونه او اسلامي ثقافت ملت ته خورا ویاړ او فخر سره ور زده کويتل او ژوندي دې وي زموږ دیني اوملي ارزښتونه. مړه دې وي د پرديو فرهنګ او دودونه!!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن