افغانستان
د کابل-جلال اباد لویې لارې د بیا رغونې چارې روانې دي
ټولګټو چارو وزارت د کابل-جلال اباد لویې لارې د ويجاړیدو برخو د ترمیم او بیا رغونې کار، د استنادي او محافظتي دیوالونو ترمیم، د دغه سړک اړوند یوشمېر پلګوټو پاک کاري او د سړک د لا تخریب د مخنیوي په موخه د یو شمېر استنادي دېوالونو کار د کابل دروازې څخه تر لغمان ولایت پورې پیل کړی او دا مهال یې چارې عملاً جریان لري.

دغه سړک چې ۶۸ کيلومتره اوږدوالی لري، د ترمیم او بیارغونې کار يې د ټولګټو وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شو، چې لګښت یې د یاد وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د دې لويې لارې په ترميم او بيا رغونې سره به د مسافرينو ترانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله کمې او په تګ راتګ کې به یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.