گزارش

دعامې روغتیاوزارت: د جمهوریت روغتون لپاره څه باندې 4 میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي

د عامې روغتیا وزارت مسئولین وايي، د جمهوریت روغتون معیاري کولو او رغولو لپاره څه باندې څلور میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي چې د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د یوه روغتون معیاري توګه رغولو لپاره دومره ډېره بودیجه په نظر کې نیول شوې ده

د عامې روغتیا وزارت مسئولین وايي، د جمهوریت روغتون معیاري کولو او رغولو لپاره څه باندې څلور میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي چې د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د یوه روغتون معیاري توګه رغولو لپاره دومره ډېره بودیجه په نظر کې نیول شوې ده

دغه غونډه چې پرون د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې، چې په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، او یو شمېر نورو مسؤلینو  او درسنیو استازوګډون کړي و.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر قلندر عباد وویل: هڅه مو داده، چې په هېواد کې روغتیایي خدمتونه معیاري کړو، چې ښه بېلګه یې د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې مو پیل کړې او کوښښ کوو د هېواد ټولو وګړو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړو.

عبادزیاته کړه،دجمهوریت روغتون دبیارغونې چارو له پاره څه باندې ۴مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوي دي،چې ۳۱۷میلیونه افغانۍ به په تعمیراتو په برخه کې ولګول شي،۲میلیارده او۶۷۰میلیونه افغانۍبه طبي تجهیزات اوسایل راونیول شي،۹۲۱میلیونه معاشات ،۱۰ میلیونه دعا جلې څانګې تجهیزات او۱۴۴میلیونه افغانۍ عملیاتي مصارف سنجول شوي دي،۱۸میلیونه طبي مواد اودغیري طبي موادولپاره ۱۰ میلیونه افغانۍ په پلان کې نیول شوي دي.

همداشان یاد روغتون مخکې ۸ تخصصي څانګې درلودلي چې اوس ۲۸مختلفو تخصصي څانګوته لوړاوپه فعالیت به پیل وکړي ،یادروغتون  ۳۰۰ بستره درلودل اوس مهال به ۴۰۰ بستره ته لوړ شي،اوپه نوموړې روغتون کې به ۲۲۱۹ نفر روغتیایي کارکوونکي به هېوادوالوته خدمات  په معیاري ډول وړاندې کړئ.

همداډول دهېوادپه نوروبرخوکې به هم معیاري روغتونونه تاسیسیږي،چې هېوادوالوته غوره خدمات وړاندې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل: د شکر او ویاړ ځای دی، چې دافغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په بېلا بېلو برخو کې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ زمینه مساعده شوې ده او له عامې روغتیا وزارت یې وغوښتل، تر څو هېواد والو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا ډېره هڅه او کوښښ وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپلو خبرو کې د هېواد د روغتیایي برخې له ډاکترانو او کارکوونکو وغوښتل، ترڅو د ناروغو هېوادوالو په تداوۍ کې هر اړخیزه هڅه او کوښښ وکړي او ور سره ښه چلند وکړي.

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل: موږ ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکوو، چې د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارې به د هېواد د نورو سترو او ملي پروژو په څېر په ډېرې چټکۍ سره په ښه کیفیت او کمیت پرمخ یوسو.

د جمهوریت روغتون د هېواد په سطحه یو له سترو روغتونونو څخه دی، چې د ریفورم او بیارغونې چارې یې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *