افغانستان

د کرنې وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو له پلاوي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د څېړنې د پروګرام د مشرې فاطمه اوشود په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د څېړنې د پروګرام د مشرې فاطمه اوشود په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

نوموړي په دغه کتنه کې د ټولو ادارو او مؤسسو له هغو پروژو څخه، چې د افغانستان د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو لپاره کار کوي د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی او خلکو مشروع کښت ته مخه کړې ده.

هغه وویل اړتیا ده، چې نړیوالې مؤسسې

له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي څو هغوی لا زیات مجاز کرکیلې ته وهڅوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت مرستیال له بزګرانو سره د لا زیاتو مرستو په موخه د دغه ادارې د اوږدمهاله پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د څېړنې د پروګرام مشرې فاطمه اوشود په دغه کتنه کې وویل چې افغانستان ته یې د سفر موخه د کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د پلي شويو او روانو پروژو څارنه او کتنه ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د کرنې وزارت د بديل معشيت رئيس عبدالخالق محجوب، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د څېړنيزو پروګرامونو مسئول همايون شهيم، د یادې ادارې د همغږۍ کارپوه ډاکټر حیدر اکرامي او د کرنې او مالدارۍ معینیت یو شمېر سلاکارانو او کارپوهانو هم شتون درلود.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *