افغانستان

مولوي اميرخان متقي: افغانانو ته د ويزو د ورکړې په بهير کې دې شفافيت رامنځ ته شي‏

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي پرون د افغانستان لپاره د پاکستان له سرپرست سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره وکتل.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي پرون د افغانستان لپاره د پاکستان له سرپرست سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره وکتل. مولوي امیرخان متقي دغه پاکستاني ډيپلومات ته د ښه راغلاست ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې د نوموړي بېرته راتګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ډيپلوماتيکو اړيکو ښه اغېز ولري.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د پاکستان په کراچۍ کې د ډېری افغان بنديانو خوشې کېدل یو ښه ګام وباله او غوښتنه يې وکړه، چې پاتې نور بندیان هم تر را روان اختر مخکې آزاد شي.
مولوي امير خان متقي همداراز د پاکستان سرپرست سفیر وهڅاوه، چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په بهير کې شفافيت رامنځ ته کړي.‏
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان سرپرست سفیر هم هيله څرګنده کړه، چې په بېرته را ستنېدو سره به يې د دواړو هېوادونو اړيکو کې ښه والی راشي او زياته يې کړه، چې سفارت به يې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سره په ګډه د ويزو د ورکړې په لړۍ کې د اسانتياوو رامنځته کولو پر يوه ميکانيزم کار وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *