اجتماعی

په ټولنه کې د اخلاقو ارزښت او اهمیت!

په یوه چاپیریال او ټولنه کې ژوند د اصولو او قوانینو پرته نه تېرېږي او نه هم هغه ټولنه کامیابېږي چې قوانین یې پر اخلاقو او نیک سلوک برابر نه وي، ځکه چې اخلاق یو له هغه غوره صفتونو څخه دي، چې ژوند زیاتې لارې چارې ورسره سمېږي او په ټولنه کې انسان د ښه ژوند جوګه کېږي، ولو که هغه انسان غریب، ظاهري شکل او صورت څخه تور او یا هم بدرنګ وي.

په یوه چاپیریال او ټولنه کې ژوند د اصولو او قوانینو پرته نه تېرېږي او نه هم هغه ټولنه کامیابېږي چې قوانین یې پر اخلاقو او نیک سلوک برابر نه وي، ځکه چې اخلاق یو له هغه غوره صفتونو څخه دي، چې ژوند زیاتې لارې چارې ورسره سمېږي او په ټولنه کې انسان د ښه ژوند جوګه کېږي، ولو که هغه انسان غریب، ظاهري شکل او صورت څخه تور او یا هم بدرنګ وي.

یو چا د اخلاقو په اړه څومره ښه لیکلي وه: “چې د اخلاقو مقام خو د شمشاد له دنګې څوکې هسک دی، ځای یې تل د زړونو په تَل کې وي، خو خوشبو یې د مشکو په څیر په هر کور، ګور، ګودر، منبر، محراب، لوژ، سټیج او مورچل کې حس کېږي، اخلاق د تروږمیو او وحشتونو په متن کې د سکون څرک او د احساس بله ډیوه ده، اخلاق، اراده ده، طبیعت دی او د انسانانو د فکر او مدنیت هنداره ده.” نو کله چې اخلاق داسې یو مقام ولري، نو باید هر هغه انسان چې انساني او مدني ټولنه کې ژوند کوې غوره کړي او خپل وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت او اخلاقو موافق تیر کړي.

په انساني ټولنه کې موږ ته تر ټولو غوره مقتداء او رهبر زموږ خوږ پیغمبر محمد عربي صلی الله علیه وسلم دی، ځکه پخپله قرآن یې تصدیق کړی او په اړه یې الله تعالی خپلو بندګانو ته فرمایي چې “لقد کان لکم في رسول الله اسوة حسنة” او همدا راز په سورة القلم کې فرمایي: ” وانک لعلی خلق عظیم” نو بیا مهمه ده چې موږ یې پر لاره لاړ شو، د هغه ژوند له پیدایښت تر ځوانۍ، له ځوانۍ تر بعثت، له بعثت بیا تر رحلت ټول ولولو، چې د چاپیریال او ټولنې خلکو، کشرانو او مشرانو سره یې سلوک او اخلاق په کوم انداز وه، په کور او جومات کې یې کوم اخلاق لرل، د ګاونډي او کلیوالو سره کومه رویه کاروله، په نظام او اداره کې خلکو سره کوم رفتار کولو، تر څو یې پخپل ژوند هم عملي کړو او نورو ته هم د ښې لارې ښودونکي شو.

د اخلاقو تعریف:

د اخلاقو په اړه خو علماؤ او نورو لیکوالانو بېلابېل تعریفونه کړي، دلته به یې په لنډه او اسانه توګه ووایو چې: اخلاق په لغت کې خوي، خصلت او طبیعت ته ویل کېږي او په اصطلاح کې اخلاق د انسان په نفس کې له هغه ځای په ځای شویو صفتونو یا خویونو څخه عبارت دي، چې انسان یې په واسطه ښه له بدو او وړ له ناوړو څخه جلا کوي، لکه یو انسان په ټولنه کې له خلکو سره ښه چلند کوي، د هغوی مرسته کوي، چاته بد نه وایي، صله رحمي او حوصله لري، امین وي، نو دغه انسان ته خلګ د ښه اخلاقو خاوند وایي او که یو څوک په ټولنه کې په بد خویه مشهور وي، خوږه خبره نه کوي، دروغ، غیبت، غلا، ښکنځلې او نورې ناوړه کړنې ترسره کوي، نو یاد انسان په بداخلاقه یادېږي او ټولنه کې څوک اهمیت نه ورکوي، یا په بله معنا اخلاق د انسان د نفس هغه ځانګړتیاوو ته ویل کېږي چې ښه له بدو او وړ له ناوړه څخه بیلوي.

کله چې په یوه ټولنه کې اخلاق وپیژندل شي، هغه ټولنه بیا پرمختګ کوي، هلته د ژوند اسایش برابرېږي، خلګ له یو بل سره همغږې وي او د ژوند په هر حالت کې له یو سره درېږي او ملاتړ یې کوي، تاسو د رسول الله ص له نبوت مخکې ژوند وګورئ چې هغه په خپله ټولنه کې د ښو اخلاقو او غوره کردار له امله څومره مشهور او منلی شوی و، بیا له نبوت وروسته چې نوموړي په کومو اخلاقو ټولنه کې ژوند وکړ، نن یې هم ټوله نړۍ له خوشبو ډکه ده، د رسول الله ص غوره اخلاق او نیک چلند و چې په متعصب او سخت زړي کافران به ورته مات او ایمان به یې راوړل، په ټولنه کې د هغه د نیکو اخلاقو اندازه له دې هم کولای شو، چې ملګرو او صحابه کرامو یې هرې سختۍ او ازمایش ته ځان ورکولو، د نوموړي هرې خبرې ته لاس په نامه ولاړ وه او ځانونه یې د نړۍ هر کونج ته ورسول، مشهوره ده چې د چین ایغوري سیمې او یا هم شرقي ترکستان د صحابه کرامو او ملګرو د ښو اخلاقو په نتیجه کې د اسلام دایرې نه رادننه شول.

انسان په یوه ټولنه او چاپیریال کې ژوند کوي، په یاده ټولنه کې په ټولنیزه توګه اوسیدل او اجتماعي اخلاق عملي کول، ټولنه د ښو طرفته بیایي، د پرمختګ په لور ځي، ځکه چې ښه اخلاق د سعادت او نیکبختۍ او بد اخلاق ناکامۍ لاره ده، لکه څرنګه چې پخوا اجتماعیت او ټولییز ژوند و، هغه اوس نشته، لامل یې همدا دی چې د ښو اخلاقو او اجتماعي ژوند له لارو چارو خلکو ځان ویستلی، په سیاسي، اقتصادي او ټولو لارو چارو کې د اجتماعي اخلاقو ارزښت بیخي لوی دی.

په ټولنه کې د اجتماعي اخلاقو شتون بیخي مهم دی، که تاسو وګورئ که یو شخص دوکاندار/هټیوال دی او توند رویه دی، دوکان ته یې خلګ ډیر نه ورځي، یا هم په چم او ګاونډ کې یو فرد د ټولنې بداخلاقه دی، هر څوک ترینه ځان لرې ساتي، یا په یو ټولګي کې همصنفي بد اخلاقه دی، نو هغه به ملګري نه لري، په کارونو او درسونو کې به ورته ستونزې جوړېږي، یا هم په یوه اداره کې یو کارمند له مراجعینو او خپلو نورو همکارانو سره بداخلاقي کوي، نو هغه هیڅکله څوک په ښه نه یادوي، بلکې تل به ځانته والې او فردیت سره مخ وي او د ټولنې اجتماعیت به یې له منځه وړی وي او له هغو ټولو کارونو به بې برخې وي چې په ټولنه کې په اجتماعي ډول ترسره کېږي.

رسول الله ص پخپله یوه اداره او نظام جوړ کړی و، نوموړي پیغمبر په یاده اداره کې هر وخت خپلو ماتحتو او ملګرو ته د اخلاقو درس ورکاوه، هغه به فرمایل چې “انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق” یعنې د خپل نبوت او راتګ هدف یې دا ښودلو چې ټولنه کې د اخلاقو ښودنه وکړم، هماغه و چې مشهور صحابي انس رضي الله عنه ورسره لس کاله خدمت ترسره کړ، فرمایي چې په دغه لسو کلونو کې ما د جناب رسول الله ص نه چیرته غصه او تیزه خبره نه ده اوریدلې، د کوم کار د ځنډتیا او خرابوالي له امله یې رټلی نه یم، بلکې ډاډ یې راکړی، هماغه و چې زرګونه د اخلاقو نمونې یې د نړۍ هر کونج پیدا او ټوله نړۍ یې په اخلاقو رنګینه کړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *