نورستان کې د لاسي صنایعو او کرنیزو توليداتو يو ورځنی نندارتون جوړ شو
دغه نندارتون د AUCP موسسې لخوا د کرنې او مالدارۍ رياست په همکارۍ د قومونو او قبايلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوی و، چې په کې د ملي شرکتونو استازو، قومي مشرانو، بزګرانو او مالدارانو برخه اخيستې وه.

په نندارتون کې د نورستان ولايت بېلا بېل ډوله لاسي صنايع او کرنیز توليدات نندارې ته ايښودل شوي وو.
د دغه نندارتون په اړه یوه غونډه هم جوړه شوې وه او په پيل کې یې په ختيځ زون کې د (اې. یو. سي. پي) موسسې مسئول د خپلو محصولاتو په اړه ګډون والو ته لنډ معلومات ورکړل او په دغې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
نندارتون کې نورستاني بزګرانو او صنعتکارانو له حکومت او شرکتونو څخه غوښتي، چې د دوی تولیداتو او محصولاتو ته بازار پیدا کړي.
مسئولینو او چارواکو بیا په خپلو خبرو کې ژمنه کړې، چې د نورستان د بزګرانو او صنعتکارانو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل و، چې په نورستان کې دغه ډول یو نندارتون په لاره اچول کېږي.