فرهنگی

بېدل او پښتني فکري حوزه 

انساني ټولنه د فکري مراودو او راکړی ورکړي ښه ظرفیتونه او غوره فرصتونه لري، دا زرین چانس ورته مساعد دی چې له نوو اونورو فکرونو سره د خپل فکر په ژبه وږغېږي، مباحثه اومناقشه ور سره وکړي او د یو اگاهانه شعوري هڅې پربنیاد یوله بله فکري تومنه واخلي، د فکر کسبي او محیطي اغیز د بحث وړ مسله ده او فکر د زمان اومکان په کانالونوکې جوړېږي، پخېږي اوحتی نړېږي، دا د انسان فطرت دی چې د فکري ریاضت پربنسټ خپل دا دنیا ودانولای او سینګارولای سي، انساني فکري وړتیا او ذکاوتي پانګي هم په خورا زیات تفاوت او بېل کیفیت شتون لري، چاته څوسرونه عقل اوچاته تش خیالونه نقل ورپه برخه سي،(برخي ازلي دي شېخه څه راسره جنګ کړې!).

همت عمرزی

انساني ټولنه د فکري مراودو او راکړی ورکړي ښه ظرفیتونه او غوره فرصتونه لري، دا زرین چانس ورته مساعد دی چې له نوو اونورو فکرونو سره د خپل فکر په ژبه وږغېږي، مباحثه اومناقشه ور سره وکړي او د یو اگاهانه شعوري هڅې پربنیاد یوله بله فکري تومنه واخلي، د فکر کسبي او محیطي اغیز د بحث وړ مسله ده او فکر د زمان اومکان په کانالونوکې جوړېږي، پخېږي اوحتی نړېږي، دا د انسان فطرت دی چې د فکري ریاضت پربنسټ خپل دا دنیا ودانولای او سینګارولای سي، انساني فکري وړتیا او ذکاوتي پانګي هم په خورا زیات تفاوت او بېل کیفیت شتون لري، چاته څوسرونه عقل اوچاته تش خیالونه نقل ورپه برخه سي،(برخي ازلي دي شېخه څه راسره جنګ کړې!).

هو! دا ذاتي توپیر طبیعي دی او د فکرونو د تنوع او موډلونو شتون حتمي دی، موږ په دې شننه کې غواړو چې د یوولسمي هجري پېړۍ د یوداسي بالغ نبوغي استعداد په اړه خبره وکړو چې د شعرپه ژبه يې لوړ انساني افکار پاللي او روزلي دي، ابوالمعاني میرزا عبدالقادر بېدل یادوو، هغه بېدل چې شعرته يې د روښانه زړه او یو لوړ عالي انساني فکر مثالونه لګولي دي، انسان ته د خپل اصیل جوهر د ساتلو اوپاللو پېغام ورکوي، زه چې کله د بېدل پرشعري دنیا فکري مزل کوم نو داسي انګېرم چې موږ د یو لوی اولوړ فکري نظام د تشي سره مخ یوو، انساني غوره فکرونه توپېري پولې باید ماتې کړي اوهرې انساني فکرې مېنې ته د خپل معرفت ډېوې اوځلاور و رسوي، میرزابېدل داسې معنوي مثالونه رڼاکړي چې زماني اومکاني ظروفي دیوالونه نه مني شغلې يې د انسانیت پر پراخه دنیا خورېږي، موږ ته دده د ژبي تفاوت له دې مقامي فکرڅخه د محرومیت دېوال دی، اما دا دېوال د سنجیده اواګاهانه شعور په تبر ډېر آسانه ماتېدلای او رانړېدلای شي.

زه د شاعرانو ترخپل منځي ارادت او مفاهمت ورها خوا د عامو خلکو د تقرب او آشنايې پر رامنځته کېدو تاکیداوټېنګار لرم، وي به ځيني شاعران دوستان چې د بېدل د شعرله جهان سره پخه اړیکه او خوږه آشنايې لري، او ددې شعري مدارجو پر لوړ شاعرانه مداربه فکري مجلسونه جوړوي.

د ادبي بزمونو د سمبالېدو او جوړیدو دود غوره دوداو باارزښته چاره ده، اوياده چاره په ټولو انساني ټولنوکې جریان او رواج لري، مثلا” زموږ دري ژبي وروڼه د(بېدل خوانی) ادبي، فکري او تحلیلي ناستي اومجلسونه لري چې هلته فقط د میرزابېدل ادبي_ هنري دنیا شنل کېږي او بیانېږي، دابه هم یو محدوده حلقه وي چې له دې غنايې دنیا څخه د فکري اوتخیلي ګوهرونو بارتړي، اما دوی په دې بسنه نه کوي بلکه د بېدل پېژندني او دده د شعري دنیا د سپړني معناییزاومفهومي تحقیقي آثار هم خپلو خلکوته وړاندې کوي، د شعر ترجمه ممکن تصنعي او له هنره خالي چاره وي، ولي د شعر د مفهوم، محتوا اوپېغام سپړل آغیزمنه هنري_ ادبي کړنه ده، د بېدل د مغتمو اشعارو د مفهوم او منځپانګي شنل او پښتو کول شوني دي او دا چاره زموږ د پښتني ادب سره د لا غنامندۍ او بډایني په برخه کې ښه مرسته کولای شي، موږ دې ټکي ته متوجه یو چې د خپلي ژبي اوفرهنګ په برخه کې لاهم ډېره (دست نه خورده) ادبي او معنوي هستي لرو چې شنلو، لوستلو اولیکلو ته اړتیا لري، دا د خوشحالی ځای دی چې د پښتو ژبي ادبي دنیا لاهم پراخه او ناسپړلي پاته ده، اما زمونږ محوري خبره په دې ټکي کې ده چې باید لانوره هڅه اوزحمت په ځان ومنو ترڅو د نورو نوو فکرونو له تنوع څخه د پښتون فکري راغ اوباغ د یو شعوري_ فکري  ګلستان په جوړولو تردې نور هم په ښایسته اوسمسور کړو.

د حضرت بېدل د ځينو معناییزو بیتونو لنډه سپړنه:

د انسان ځان غوښتنه اوځان خوښونه یو طبیعي او ذاتي غریزه ده چې ډېرکله بې مهاره او بې بندوباره شي او پایله يې د انساني غوښتنو د ټکر او تقابل سبب وګرځي، د بدیواوبدبینيو، بې اتفاقیو اودښمنیو اصلي عامل همدا ځان غوښتنه اوځان خوښونه ده خوبېدل له دې پلیدي پدیدې سره رندانه اوعارفانه مجادله اومبارزه کړې ده.

جان هیچ و جسدهیچ ونفس هیچ وبقاهيچ

ای هستی تو ننگ عدم تابه کجاهیچ

میرزابېدل جهان اوهستی ته له داسي زاویې ګوري چې هلته د انسان سرکښه نفس مهار کړي اوغواړي دا ورته ووايې چې مونږ هسي د نیستی اوعدم لپاره یو عبثه پدیده اوفالتو ننګونه یو اوبس.

بېدل موږ ته د ځان پېژندني ډېر مهم مطلب بیانوي او په دې مو ننګوي چې د ځان په دننه کې مو هيڅ دروني مزل نه دی ترسره کړی.

گذشت عمر به پرواز وهم عنقایت

دمی به خود نرسيدی که زیربال تو چیست؟

يا:

سخت دشوارست چون آیینه خود رایافتن

عالمی را درسراغ خود دچارم کرده اند

د پاخه فکر دا نابغه شاعر موږته د خپلو ځانونو د بیا موندلو او نفس ضبطولو څومره کره سپارښتنه

کوي.

میرزابېدل د انسانانو د یووالي او اتحاد په هکله عجیبه دلچسپه بېلګه وړاندي کړې، دی وايې: (دندانهاباهم یکجاسنگ میشکنند)، ددې نیم بیتي پېغام څومره واضح او معنادار دی غاښونه یو، یو نه شي کولای چې ډبري ماتي کړي اما کله چې په یو وار او واحد قوت دې چاري ته ملا وتړي نو دې متفق او واحد زورته د ډبرو ملاوي هم ماتېږي، دا بیت مونږته دا فکرراکوي چې په ټولنیزو چاروکې انسان باید لکه د یوې خولي غاښونه په ګډه او یووالي کار وکړي، د انسانانو اتفاق او یو صف هم همداسي مثال لري، ځکه لوی کارونه او لوی آرمانونه د انساني یووالي په مټ ډېر آسانه اوسامانه ترسره کېدلای سي.

د بېدل د نړی لید سره زموږ فکري آشنايې بې ګټي نه ده اوزه په دې پوه یم چې موږلا خپل منوراسلاف لکه چې اړینه ده په هغه توګه نه دې پېژندلي اولوستلي، اما زموږ موخه دلته له دې لیکني او سپارښتني څخه داده چې موږته بویه چې د انساني عالي فکرونو څخه د خپل ژوندانه د کږلیچونو اوپيچمونو په مسیرکې تعقلي لارښووني واخلو، که د میرزاعبدالقادربېدل معناداره او شغله داره فکري پيغامونه هم د خپل پښتني ادب په متنوع نړی ورګډ کړو ښه به نه وي؟

د بېدل جامع فکرته که سړی ځېرشي نو یوازي له دې دایرې وتل ورته ګران دي، هغه ظریف ټکي چې دده د فکر ذره بین کشف کړي مونږته د فکري مشاهدې غوره انځورونه وړاندي کوي، که يې د خیال جادو ته تم سو نو د کایناتو پر لایتناهې ذراتو يې د الوت عروجي پرواز ډېر لوړ او اوچت درګرد دی، د هنرزړه چلنجوي.

که يې تصوفي اوعرفاني اِدراک وګورو نو ددې لاري د خالصانه مزل ډېر لوړ مدارج يې په تصوفي ریاضتونو طی کړي او د سوچه عشق عارفانه مقام ته رسېدلی دی، لنډه داچې دا ادبي اوفکري بحر د رنګارنګ ملغلرو کانونه اوجهانونه لري راځی چې د خپلو متبحرو اسلافو ترڅنګ له دې ادبي جهانه هم یوڅه را وخلو!

بازاست چشم ما به رخ انجمن چوشمع

امادر انتظارفناهم نشسته ایم

ماخذونه:

١: عبدالقادربېدل دهلوی، پروفیسورنبي هادي

٢: بېدل شناسي، سی مقاله درباره بېدل، گردآورنده محمدسرورپاک فر

٣: بېدل شناسي، مقالات در مورد بېدل به کوشش داکترمحمدعارف پژمان

٤: بوطیقای بېدل، عبدالغفور ارزو.

٥: گنج بقا، ولی شاه بهره

په پېرزوینه اودرناوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *