گزارش

د پاک افغان ګډه کمېټه کولی شي خپل منځي ټولې امنیتي او تخنیکي ستونزې حل کړي

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني کاري سفر او دافغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوی امیرخان متقي سره په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا په رامنځته کېدو سره په تفصیلي خبرو کې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونو په احتمام د ګډې امنیتي کمېټې د جوړولو پرېکړه شوې ده، یو ښه زیرۍ دی خو په دې شرط چې دغه کمېټه د امنیتي چارو ترڅنګ ټولې سیاسي مسئلې په تېره بیا د پخوا په شان د ویزو وړیا ورکړې د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې چې د تګ او راتګ لرغونې لارې دي تردې وخت پورې تلونکي را تلونکي د زیاتو تودو سړو سره مخامخ شوي دي، مړي او جنګونه پکې شوي دي او وخت په وخت د خلکو او سوداګرو پرمخ دروازې تړل شوي دي، همیشه په دې لړکې سیاست او سیاسي فشارکارول شوی دی، چې نوې کمېټه باید په پام کې ونیسي.

که څه هم کمېټه د امنیتې مسایلو په نوم مسما شوې ده، خو د دواړو خواوو د خبرو له محتوا نه داسې څرګندېږي، چې د پاک – افغان ترمنځ  ټولې سیاسي، امنیتي، تجارتي، تخنیکي او د وېزو په برخه کې د پخوا په شان اسانتیاوې را وستل شامل دي.

همدا اوس چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونوکې د بې اسنادو په نوم د افغانانو د نیولو، زورولو، بندي کولو کوم کمپاین روان دی، د پاکستان د موقت صدراعظم ښاغلي انورالحق کاکړ له خوا د کډوالو د نیولو او بندي کولو فرمان جاري کړئ دی، چې لر او بر پښتانه ترې سخت خپه او ګیله من دي په کار خو دا وه چې دې ښاغلي د ښه ګاونډيتوب په برخه کې د افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې وای، خو بر خلاف له پاکستانه یې د ویستلو حکم یې جاري کړ.

که سړی دې پس منظر ته وګوري نو دا ټولې نقیصې بیا هم پاکستاني مقاماتو ته راجع کېږي.

که چېرې د پخوا په شان په وړیا توګه تر اسانه شرایطو لاندې افغانانو ته وېزې ورکړل شي اوسنۍ بندیز او په ډالرو باندې پېر او پلور کې کمیشنکاري له منځه لاړه شي او د پاکستان په دننه کې ورته د وېزو د تمدید امکانات برابر شي یو کډوال به هم بې سند نه وي او په دې برخه کې به د پاکستاني پولیسو د لټون او نیولو کاروايي او کار نامې هم پایته ورسېږي.

که ټاکل شوې کمېټه پورته وړاندېزونه او د افغانانو غوښتنې او ستونزې په پام کې ونیسي او په عمل کې پلی کړي، په هغه صورت کې به بیا د تګ راتګ په دروازو کې هم ټولنیز نظم تامین شي اود خلکو د زورولو او ربړلو لانجې به هم پایته ورسېږي او پاکستاني پولیس به خپلو اړوند وظایفو ته وزګار شي.

سر له دې چې د تاریخ په اوږدو کې دغسې زیاتې کمېټې او کمیسیونونه د پاک افغان تر منځ د لانجو د هوا رولو لپاره جوړې شوي دي خو کومې پایلې یې نه دي لرلي چې هیله ده د ښاغلو متقي او دراني تر منځ د خبرو اترو په طرز کې چې د نوې کمېټې د جوړولو کومه پرېکړه شوې ده د تېرو کمېټو په خلاف کارنده او عملي وي او د وینا څخه عمل ته را و دانګل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *