گزارش

د قوشتېپې کانال او ورسره تړلي ملي هېلې!

د يادي پروژې د عملي کار د پيل او تاريخ په اړه ټکې په ټکې د ماليې وزارت راپور را اخلم ترڅو د تاريخ برخه وګرځي،لکه:((د مالیې وزارت اړوند د ملي پراختیا شرکت په زیار سره، بلخ ولايت کې د قوش تېپې ستر کانال دپروژې پرانسته وشوه.

 

د يادي پروژې د عملي کار د پيل او تاريخ په اړه ټکې په ټکې د ماليې وزارت راپور را اخلم ترڅو د تاريخ برخه وګرځي،لکه:((د مالیې وزارت اړوند د ملي پراختیا شرکت په زیار سره، بلخ ولايت کې د قوش تېپې ستر کانال دپروژې پرانسته وشوه.

په همدې مناسبت جوړې سوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو وزیر نور الله نوري، د کرني او مالدارۍ وزیر عبدالرحمن راشد، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش او د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو سیمه ییزو مسئولینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د ملي پراختیا شرکت اجرایوي رئیس«عبدالرحمن عطاش» خبري وکړې او د قوشتېپې کانال د هر اړخیز اهمیت په تړاو يې معلومات ورکړل، نوموړي وویل: د دغې پروژې په عملي کولو سره به (۲۵۰) زره کاریګرو ته دکار زمینه برابره شي او ورسره به (درې نیم میلیونه جریبه مځکه) خړوبه شي چې د کرني د پرمختګ ستر فرصتونه به رامنځته کړي.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي خبرې وکړې او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړه چې د هیواد په دې حساسو شرایطو کې د ولس د هوسایني په موخه مهمي چاري پیلوي. نوموړي وويل چې د قوشتېپې پروژه یوه مهمه ملي او نړیواله پروژه ده چې په ترسره کېدلو سره به یې زراعت او مالداري وده ومومي او په ټوله کې به د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب وګرځي او افغانستان به رښتیني ځان بسیایني ته ورسوي. نوموړي پر ملي سوداګرو ږغ وکړ تر څو هیواد ته راستانه شي او په خپل هیواد کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

غونډي ته د اسلامي امارت د رئیس الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وینا وکړه او وې ویل: نن یوه ډیره د خوشبختۍ ورځ ده چې د زوریدلي ملت  د یو لوی ارمان د پوره کولو په خاطر سره راټول شوي یو. د قوشتېپې کانال یوه لویه ملي پروژه ده چې د هیواد په کچه بېساري ده، موږ د قوشتېپې پروژې ته ځانکړې پاملرنه وکړه، ځکه چې دغه یوه مهمه عام المنفعه پروژه ده چې زه  یې د افتتاح له کبله ټول ملت ته مبارکي وایم. د رئیس الوزراء لومړي مرستیال همدا راز وویل: د افغانستان اسلامي امارت دې ته ورته نوري سترې پروژې او پلانونه هم تر لاس لاندي لري چې ژر به پیل شي. نوموړي د قوشتېپې کانال پروژه یوه ستره پروژه وبلله او وې ویل چې د ۲۸۵ کیلو متره په اوږدوالي ده چې د دغې سترې پروژې چارې به د پنځو کلونو په موده کې بشپړي شي چې ورسره به کرنه وده وکړي او هیواد به د غله جاتو په برخه کې خودکفایۍ ته ورسیږي. ملا برادر اخوند زیاته کړه چې افغانستان هیڅ چاته اړ نه دئ.ولس دي له اسلامي امارت سره لاس ورکړي ترڅو له خپلو شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړو او د نورو له احتیاجۍ څخه خلاص شو. د قوشتېپې کانال د اسلامي امارت په لومړيتوبونو کې دی او په دې برخه کې د ملي پراختیا شرکت سره پوره همکار یو. نوموړي له ولس غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکار پاته شي.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیر الله خیرخوا خبري وکړې او وې ویل: د هیواد په کچه پروژې ډیرې افتتاح شوې خو د نننۍ پروژې ځکه اهمیت لوړ دئ چې دغه ملي پروژه له خپلې بودجې څخه په لاره اچول کېږي چې د دې پروژې له تکمیلېدو وروسته به افغانستان له بشپړي اقتصادي خپلواکۍ څخه برخمن شي.

د سرحدونو وزیر نور الله نوري هم خبرې وکړې او وې ویل: افغانستان یو غني هیواد دئ او موږ به له دې غنا څخه ګټه پورته کوو او د قوشتېپې کانال پروژې پرانیسته یې غوره بیلګه ده. نوموړي وویل چې اسلامي امارت په کمه موده کې وکولای شول چې یوه ستره ملي پروژه په لاره واچوي او په راتلونکې کې د نورو ملي پروژو لپاره چمتو والی لري.

د کرني او مالدارۍ وزارت سرپرست، عبدالرحمن راشد وویل: ۷۰ سلنه افغانان په زراعت بوخت دي او زراعتي چارې د اوبو په وسیله پیاوړي کېږي چې نن د زراعت د پیاوړتیا په برخه کې د یو ښه خبر شاهدان یو چې د قوشتېپې کانال په تکمیلېدلو سره به کرنه او مالداري رشد وکړي او هیواد به په کورنیو غله جاتو متکي شي. نوموړي پر سوداګرو او متخصصینو ږغ وکړ؛ ترڅو هېواد ته راستانه شي او د هیواد په ودانولو کې برخه واخلي.

ورپسې د بلخ، جورجان او فاریاب ولایتونو قومي مشرانو په يوه ږغ د اسلامي امارت له رهبرۍ او مسؤلینو څخه د زړه له کومي مننه وکړه او پوره ډاډ یې ورکړ چې په ټولو برخو کې به د حکومت بشپړ ملاتړ کوي.

پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *