افغانستان

مولوي عطاء الله عمري:  په ځان بسیاینې او د خوړو خوندیتوب په موخه یو ځنځیري سیسټم په پام کې لرو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) له استازې مېرمن عنابه سوده سره لیدنه کړې او د کرنیزو پروژو د پلي کولو په موخه یې د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) له استازې مېرمن عنابه سوده سره لیدنه کړې او د کرنیزو پروژو د پلي کولو په موخه یې د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړي.

مولوي عطاء الله عمري د کارموندنې، د کرنې د میکانیزه کولو او د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې د کرنې وزارت د مسئولینو د هڅو

یادونه کړې او ویلي يي دي؛ موږ کولای شو، چې د افغانستان د کرنې په برخه کې یو ځنځیري سیسټم په پام کې ونیسو، چې په کې ټولې برخې لکه پر ځمکه، اوبو او هوا څېړنه، کرکېله او بازارته تر وړاندې کولو پورې ټولې چارې په پام کې ونیول شي، ترڅو بزګران د ښه او زیاتو حاصلاتو په تولید سره، په ځان بسیا او د خوړو خوندیتوب ترلاسه کړي.

د کرنې سرپرست وزیر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د میکانیزې د نشتوالي او د میکانیزې د اړتیا په برخه کې د مرستندویو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.

په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) استازې مېرمن عنابه سوده د کرنې وزير ته په افغانستان کې د يادې ادارې د فعاليتونو او پروژو په اړه معلومات ورکړی او ډاډ يې ورکړی، چې د کرنې وزارت سره په همغږۍ خپلې پروژې عملي کوي، ترڅو مؤثریت او اغیزمنتوب یې ډېر شي.

مېرمن عنابه سوده د مرستندویو ادارو د فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت له هڅو څخه مننه کړې او د کرنې وزارت او مرستندویو ادارو ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو د اداري بهیر د چټکتیا غوښتنه یې کړې.

د کرنې وزیر دوی ته د کاري بهیر د چټکتیا ډاډ ورکړی.

له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC)  په ١٩٩٧ کال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د مخدره توکو د کنټرول، د جرمونو مخنیوی او نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تاسیس شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *