گزارش

ظالمو او جابرو یرغلګرو ولې زمونږ پر هېواد یرغلونه کړي؟  

انګرېزانو شاه شجاع د هند لودهیانه کې ساتلی و، لارډ آکلینډ د ۱۸۳۸ز د اکټوبر په لومړۍ نېټه د افغان انګلیس لومړۍ جګړې نښلولو اراده وکړه؛ ځکه له دې وړاندې شاه شجاع له رنجیت سنګ سره تړون کړی و، چې د هغه پر اساس یې نوموړي ته د لوی افغانستان ډېری خاورې ور پرېښې وې، (دا تړونونه په داسې وخت کې شوي وو، چې شاه شجاع د افغانستان واکمن نه و.)

 

انګرېزانو شاه شجاع د هند لودهیانه کې ساتلی و، لارډ آکلینډ د ۱۸۳۸ز د اکټوبر په لومړۍ نېټه د افغان انګلیس لومړۍ جګړې نښلولو اراده وکړه؛ ځکه له دې وړاندې شاه شجاع له رنجیت سنګ سره تړون کړی و، چې د هغه پر اساس یې نوموړي ته د لوی افغانستان ډېری خاورې ور پرېښې وې، (دا تړونونه په داسې وخت کې شوي وو، چې شاه شجاع د افغانستان واکمن نه و.)

د شاه شجاع، رنجیت سنګ او مکناټن ترمنځ تړون وشو، دا تړون د ګندمک او ډيورنډ له تړونونو څخه ډېر شرموونکی و. انګرېزي افسر سر جان کین د خپل لښکر په واسطه شاه شجاع تر کندهاره راورساوه، واکمن یې کړ. (۱۹۳۹/۴/۲۰) د کپټان وېډ تر مشري لاندې عسکرو (انګرېزانو) د شاه شجاع زوی  شهزاده تېمور سره د جلال اباد له لوري پر کابل یرغل وکړ. نو شاه شجاع (د اګسټ په ۱۷مه د ۱۸۳۹ز) د کابل واکمن شو. امیر دوست محمد خان له خپلو زامنو سره بخاری ته وتښتېده. د دوست محمد خان په ځغلولو لارډ اکلېنډ د لندن له لوري په لوړو القابو وستایل شو.

هو! د افغان ملت مشرانو د انګریزانو خلاف جهاد پیل کړ، یو کال وروسته امیر دوست محمد خان هم د هېواد شمال ته راغی، ولې انګرېزانو ماتې ورکړه، امیر شاتګ وکړ او بیا انګرېزانو ته تسلیم شو او په ۱۸۴۰ز کې هغوی کُلکتې ته ولېږه. د جهاد قائدینو پر شاه شجاع او مکناټن کړۍ راتنګه کړه، وزیر محمد اکبر خان هېواد ته راستون او له مجاهدینو سره ملګری شو، چې د یوې جلسې په ترڅ کې یې د افغانانو دښمن مکناټن وواژه. د ۱۸۴۲ز په ژمي کې انګرېزان له کابله جلال اباد ته روان شول، نو افغانانو د دې لارې په اوږدو کې ټول ووژل، یوازې ډاکټر برایډن په ټپي حالت کې جلال اباد ته ورسېده. انګرېزانو په دې تجاوز او تېري کې ۳۰ زره عسکر له لاسه ورکړل. نو دوی امیر دوست محمد کابل ته راولېږه، د کابل پر پلاز یې کېناوه او خو نوموړي   د جهاد قائدین ټول له واکه لرې وساتل. د انګرېزانو لومړی یرغل په دې موخه و، څو کابل ونیسي او د خپلو شاه شجاعي ګوډاګیانو په واسطه د روسانو مخه ډب کړي. دوی د افغانانو له بې اتفاقي ګټه اخیستله، یو ځل یې شاه شجاع راووست، خو مجاهد ملت چې د هغه خلاف جهاد اعلان کړ او ولس په یوه غږ د انګرېزانو په بړېڅو بریدونه او ګوزارونه وکړل، نو دوی بیا یو بل ګوډاګی دوست محمد خان د کابل د تاج او تخت واکمن کړ. ملت متفق و، خو د واک غوښتونکي په قدرت پسې لېوني وو!!

دوست محمد خان د هېواد ټولې خاورې سره یوځای کړې، سرکښان یې وټکول. له انګرېزانو سره یې هم ۱۸۵۵ز کې تړون وکړ، چې یوه ماده یې دا وه: دواړه خواوې به د بل لوري دښمن، دښمن او دوست، دوست بولي.

هرات باندې ایراني پاچا ناصرالدین شاه قاجار برید وکړ، ولې هراتیانو ماتې ورکړه، سردار سلطان احمد خان چې د لومړۍ افغان انګرېز غزا له قایدینو څخه و، هغه د هرات والي شو، نوموړی د انګرېزانو له مخالفینو څخه وو او د هغو په زړه نه ورته هوارېده، ولې هراتیان پرې راټول شول. انګرېزانو د مېجر ټېلر په مشري یو پلاوی له بغداده هرات ته ولېږه او همداشان د روس یو هیئت د خانیکوف تر قیادت لاندې هرات ته راغی، چې سردار سلطان احمد خان د انګرېزانو پلاوی په ناکامۍ بېرته ولېږه او ده په استقلال او خپلواکۍ حکومت کاوه.

دوست محمد خان نه غوښتل چې هرات یې له واکه بهر وي، ۱۸۶۱ز یې پر هرات کې خپل وراره او زوم سلطان احمد خان کلابند کړ، چې کلابندي (۱۸) میاشتې اوږده شوه، سلطان احمد خان هم مړ شو، دوست محمد خان هم د سالنډۍ له امله مړ او همالته دفن شو.

دوست محمد خان ۵۲ اولادونه درلودل، چې افغانستان یې د هغو ترمنځ وېشلی و، د ده د مرګ او کفن دفن پر مهال یې ولیعهد امیر شېر علي خان په هرات کې موجود و، چې په ۱۸۶۱ز یې سکه ووهله، لومړۍ پنځه کلنه دوره یې له خپلو وروڼو سره له جنګ جګړو ډکه وه، چې خپلو وروڼو له واک کوز او د ده ورور افضل خان او بیا یې بل ورور اعظم خان واکمن شو، خو هغه او د افضل خان زوی عبدالرحمن خان یې مات کړل، اعظم خان ایران عبدالرحمن خان بخاری ته وتښتېده.

په ۱۸۶۸ز امیر شېر علي خان دوهم ځل واکمن شو چې انګرېزانو یې حکومت په رسمیت وپېژانده او همداراز امیر د اړیکو د ټينګښت لپاره د هند

وایسرای د هند  امبالې ته ور وغوښته، ولې وایسرای د امیرغوښتنې و نه منلې.

انګریزان خاین او غدار او ورسره مکار وګړي دي، همداشان روسان هم درواخلئ، هغوی پر (خېوا) یرغل وکړ او له خپلې خاورې سره یې وتړله، نو له انګرېزانو بیا وار پار خطا شو او پر افغانستان یې د یرغل تابیا ونیو، ځکه دا مهال د ستولېتوف په مشرۍ یو روسی هیئت افغانستان ته راغلو، چې په مقابل کې انګرېزانو فارورډ پالیسي (مخکې تلنې/ مخ پر وړاندې پالیسي) غوره او په ۱۸۷۸ز کې یې د کورمې، خیبر او بولان له لارو پر افغانستان باندې یرغل پیل کړ!!

امیر شېر علي خان مزارشریف ته لاړ، څو له روسانو مرسته ترلاسه کړي، ملت یې بې سرپرسته پرېښود، د ده زوی یعقوب له بنده خوشې شو او د هېواد چارې یې په لاس کې واخیستلې، ولې ژر ګندمک ته انګرېزانو ته ورغلو او د ګندمک تړون یې ورسره لاسلیک کړ.

مسلمان ملت دوهم وار بیا د فرنګیانو خلاف راپورته او جهاد یې شروع کړ. د جهاد قائدینو محمد جان خان وردګ، ملا مشک عالم، صاحب جان تره کي، محمد عثمان خان او نورو د انګرېزانو خلاف جهاد توند کړ، سردار محمد ایوب خان له هرات ، فراه اوګرشک څخه مجاهدین راغونډ او د میوند په دښته کې یې په(۱۸۸۰ز) کال په انګرېزانو مرګوني بریدونه وکړل، ډېر یې مردار او لږ شمېر کندهار ته وتښتېدل. دا مهال د افضل خان زوی عبدالرحمن له بخاری راغلو او د انګرېزانو پر ملاتړ د کابل پر پلاز کېناست، سردار محمد ایوب خان د انګرېزانو خلاف د همغږي ډېر لیکونه ورواستول، ولې هغه هیڅ ځواب ور نه کړ؛ ځکه د واک وږي و.

انګرېزانو دوهمه جګړه ځکه پیل کړه چې روسانو خېوا ونیوله او دوی د هغو له پرمختګه وېرېدل او د خپل رقیب مخه یې زمونږ په ټاتوبي کې نیوله؛ خو خپله دوی له افغانانو سره ښکيل شول چې هغو د خپل ایمان په زور د جهاد په ډګرونو کې مات کړل. او پټه دې پاتې نه وي چې ملت متفق او د شهادت د جام تږی و، ولې د قدرت وږي عبدالرحمن خان د میوند د فاتح لیکونه نه ځوابول او د جهاد قایدین یې هم په اعتماد کې وا نه خیستل!! د دوست محمد خان یو لمسی سردار محمد ایوب خان د ملت تر څنګ د غزا په ډګر کې په دوړو او ګردو سپېره ولاړ و، ولې دهغه بل لمسی عبدالرحمن خان د هېواد د ازلي دښمنانو په ملاتړ واکمن شو.

عبدالرحمن خان د انګرېز په مرسته او ملاتړ واکمن شو، هېواد یې متحد کړ، خو په ۱۸۸۵ز کال روسانو پنجده ونیوله. همداراز له انګرېزانو سره یې ۱۸۹۳ز کې د ډيورنډ کرښه لاسلیک کړه او د هېواد د وجود ډېرې برخې یې انګرېزانو ته ور پرېښودلې!!

عبدالرحمن خان په ۱۹۰۱ز کې د نقرس په ناروغۍ مړ او زوی یې حبیب الله خان د هېواد واکمن شو، له انګرېزانو سره یې اړیکې ښې وې، کله یې هم د ډيورنډ پر تړون نیوکه و نه کړه، اما هېواد ته یې نور خدمتونه وکړل. نوموړی په ۱۹۱۹ز د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو. له هغه وروسته یې زوی امان الله خان پاچا شو، چې د ملت په مرسته، همکاري او ګډون یې د استقلال اخیستلو ناره پورته کړه. نو نړیخورو انګرېزانو د افغان ملت نارې ته منفي ځواب ووایه او پر افغانستان یې له دریو خواوو بریدونه پيل کړل، مجاهد ملت د دریم ځل لپاره د هغوی مقابلې ته ور ووت، دښمن له دریو  خواوو بریدونه پیل کړل، مجاهد ملت د دریم ځل لپاره د هغوی مقابلې ته ور دانګل، دښةنانو ته یې ماتې ورکړه او د پکتیا په محاذ یې تر “ټله” وځغلول، چې غرور یې مات او د متارکې نارې یې شروع کړې،  ځوان پاچا امان الله خان هم متارکه ومنله، سیاسي خبرې یې پيل او بالاخره زمونږ ټاټوبي یې په ټولو ډګرونو کې د مستقل هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.

په دریم ځل ولې انګرېزانو زمونږ په هېواد تېری وکړ!!؟ انګرېزانو د زمکې په لویه برخه واکمني کوله، ډېره خاوره یې له ولکې لاندې او د ملکې له خوا اداره کېده او یاده امپراطورۍ له لومړۍ نړیوالې جګړې فاتحه او بریالۍ راوتلې وه، کبر، غرور او لويي یې سترګې ورړندې کړې وې، نو ځکه یې افغانانو ته له استقلال ورکولو ډډه وکړه، چې زمونږ له نېکه بخته د هغو انکار او نټه دوی (انګرېزانو) ته په لوړه بیه تمامه شوه، هغه دا چې (۲۸) کاله وروسته یې له متحد هندوستان څخه هم پښې سپکې شوې. (الحمدلله).

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *