د اوکراین په جګړه کې باید د روسیې ګټې خوندي وي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د خبرو پر مهال د اوکراین د جګړې په اړه غږېدلي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د خبرو پر مهال د اوکراین د جګړې په اړه غږېدلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د خبرو اترو پر مهال د مسکو د ګټو پر خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه باید پام وشي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغې لیدنې پر مهال چې دوشنبې ناوخته ترسره شوې، سرګي لاوروف خپل چینایي سیال ته د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د سفر په اړه معلومات ورکړي او دغه راز وانګ یي بیا د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له سلاکار جک سلېوان سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه معلومات ورکړي دي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې مسکو ته د دغه لوړ پوړي چینایي دیپلومات سفر له جک سلېوان سره د هغه له کتنې سره تړاوو لري.