افغانستان
په جوزجان کې د دوو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې
د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولینو، د یاد ولایت په خانقا او مردیانو ولسوالیو کې په شخصي لګښت د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو خبرورکړی دی.
د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولینو، د یاد ولایت په خانقا او مردیانو ولسوالیو کې په شخصي لګښت د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو خبرورکړی دی.
د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد وايي، چې یادې ودانۍ د دوو کسانو په شخصي لګښت یوه ودانۍ جوړه او د بلې چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي چې ورسره زده کوونکو ته په مناسب چاپیریال کې د زده کړې زمینه برابره او تر ډېره به یې ستونزه حل شوې.