جهان

پر روسیې د اوکراین ډرون بریدونه؛ مسکو یې د دفاع خبر ورکوي

د روسیې ټاس خبري اژانس د خبر له مخې اوکرایني ډرون الوتکو یواځې نن د سیپټمبر په ۱۷ مه کریمیا ټاپوزومه او مسکو ته نږدې سیمو کې اوو ځلي د بریدونو هڅې کړي چې د روسي هوايي ځواکونو له لوري دفاع شوي دي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د خبر له مخې اوکرایني ډرون الوتکو یواځې نن د سیپټمبر په ۱۷ مه کریمیا ټاپوزومه او مسکو ته نږدې سیمو کې اوو ځلي د بریدونو هڅې کړي چې د روسي هوايي ځواکونو له لوري دفاع شوي دي.

د روسیې له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هوایي ځواکونو یې په کریمیا ټاپووزمه کې شپږ او مسکو ته نږدې سیمه کې یوه اوکرایني ډرون الوتکې راغورځولي او د بریدونو مخه یې نیولې ده.

دغه وزارت دغه راز د سیپټمبر په ۱۴ مه نېټه خبر ورکړی و، چې په کریمیا کې یې ۱۱ ډرون الوتکې راغورځولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د اوکراین پوځي چارواکو ویلي وو، په کریمیا کې یې د هوایي برید په واسطه د روسیې دفاعي سیستم ویجاړ کړی دی.

د کیف او مسکو ترمنځ د روانې جګړې په وروستیو میاشتو کې د اوکرایني ځواکونو له لوري د ډرون الوتکو بریدونه زیات شوي او دغه بریدونه د روسیې په خاوره کې ان د کرېملن ماڼۍ ته نږدې هم ترسره شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *