افغانستان

د ګردېز بالاحصار به کلتوري، تاريخي او سياحتي ځای وګرځي

د کور او ښار جوړولو وزارت څخه د ګردېز تاريخي بالاحصار د بيا جوړولو او رغونې په موخه د راغلي هيئت ګډونوالو د پکتيا له مرستيال والي الحاج شيخ انعام الله «صلاح الدين» سره په ليدنه کې وويل: د ګرديز تاريخي بالاحصار به د هېواد په کچه کلتوري، تاريخي او سياحتي ځای وګرځي.

ياد تخنيکي هيئت چې پکتيا ولايت کې د‌ ګرديز تاريخي بالاحصار د بيا جوړولو او رغونې د سروې په موخه راغلی و، د پکتيا له مرستيال والي سره يې د خپلو کړنو د شريکولو په موخه ناسته تر سره کړه او د يادې سروې د بشپړاوي لپاره يې د ولايت مقام او اړونده ادارو همکاري اړينه ياده کړه.

مرستیال والي الحاج شيخ انعام الله «صلاح الدين» راغلي هيئت ته هرکلی ووايه، له خپله اړخه يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، پکتيا ولايت ډېر تاريخي ځايونه او ابدات لري، چې پاملرنه ورته وشي د هيواد په کچه به مهم تاريخي او کلتوري ځايونه وي، مرستيال والي خوښي  څرګنده کړه، چې د دغه ډول ځايونو بيا جوړولو او رغونې ته رسېدنه او پاملرنه کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *