افغانستان

په کندهار کې سږ کال د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره میټریک ټنه اټـکل شوي

د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست مسئولین وايي، چې په یاد ولایت کې سږکال د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره میټریک تنه اټکل شوي دي.

د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست مسئولین وايي، چې په یاد ولایت کې سږکال د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره میټریک تنه اټکل شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې سږکال د یاد ولایت له بڼونوڅخه د انځرو حاصلات۱۵۰ میټریک ټنه اټکل شوي، چې د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښي او کیفیتی هم د تېرکال په پرتله ښه بلل شوی دی.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وايي، چې د تېرې یوې میاشتي راهیسې یې پاکستان او هندوستان ته د څه باندې ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت پروسس شوي انځر صادر کړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *