اجتماعی

«بریکس» او د ګڼ قطبي نړۍ پر لوري يون

مخ پر وده لويه اقتصادي  ډله (BRICS) د ۲۰۲۳ زيږديز کال د اګست په ۲۲ ـــ ۲۴ مه د سويلي افریقا په جوهانسبرګ کې د حکومتونو د مشرانو په کچه خپله ۱۵مه غونډه تر سره کړه.يادې سرمشريزې ته تر بل هر وخت د رسنیو او سياسي محافلو پاملرنه زیاته وه. اوس ویل کېږي چې مخ پر ودې هېوادونه تر بل هر وخت د یو پیاوړي ټلوالي رامنځته کولو په هڅه کې دي، چې کولی شي د نړۍ د سويلي هېوادونو(Global South) ګټې د نړۍ په اجنډا کې په ښه ډول سره ځای پر ځای کړي. دې غونډي په حقیقت کې د نوي څو اړخيز نظم او څوقطبي کلب په اړه د ځان سره ډېر څه درلودل.

ثناء الله عمران

مخ پر وده لويه اقتصادي  ډله (BRICS) د ۲۰۲۳ زيږديز کال د اګست په ۲۲ ـــ ۲۴ مه د سويلي افریقا په جوهانسبرګ کې د حکومتونو د مشرانو په کچه خپله ۱۵مه غونډه تر سره کړه.يادې سرمشريزې ته تر بل هر وخت د رسنیو او سياسي محافلو پاملرنه زیاته وه. اوس ویل کېږي چې مخ پر ودې هېوادونه تر بل هر وخت د یو پیاوړي ټلوالي رامنځته کولو په هڅه کې دي، چې کولی شي د نړۍ د سويلي هېوادونو(Global South) ګټې د نړۍ په اجنډا کې په ښه ډول سره ځای پر ځای کړي. دې غونډي په حقیقت کې د نوي څو اړخيز نظم او څوقطبي کلب په اړه د ځان سره ډېر څه درلودل.

د بریکس شاليد

ټلوالې عموماً د غړيو د ګډو ګټو پر بنسټ رامنځته کېږي.په پیل کې د(BRICS) لنډیز ته سویلي افریقا نه وه ور شامله، دغه لنډيز په ۲۰۰۱کال کې د ګولډمېن ساکس د مشر او اقتصاد پوه جیم او نیل(Jim O’Neill) له‌خوا په یوه څېړنیزه مقاله کې ابداع شو چې د برازیل، روسيې، هند او چین پر باالقوه ودې يې ټینګار درلود. یادو هېوادونو په دې تړاو خپل لومړنۍ خبري اتري د ۲۰۰۶ کال د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې غونډي په څنډو کې تر سره کړې.دغه غونډه چې د پوتین په وړاندېز جوړه او په ترڅ کې ګډون کوونکو د څو اړخيزه همکارۍ پراختیا سره خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

تر ډېرو غونډو او هلوځلو وروسته د دې بلاک بنسټ ايښودنه په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې وشوه،څو خپلو غړیو هېوادونو ته یو چوکاټ چمتو او د متحده ایالاتو او د هغه د لویدیز متحدینو له‌خوا مسلط نړیوال نظم وننګوي.

د دغه بلاک د رامنځته کېدو نوښت روسیې ته ورګرځي. برازیل، روسيه، هند او چین هېوادونه يې بنسټ ايښودونکي دي. په ۲۰۱۰ کال کې ورسره د سويلي افریقا په یوځای کېدلو سره نوم يې د «بریک» څخه و «بریکس» ته بدلون وموند.

د سږني کال(۲۰۲۳)د غونډې مشري سويلي افریقا ته ورتر غاړې وه چې د افریقايي او نورو پرمختیايي هېوادونو څه باندې ۶۰ تنو مشرانو په‌کې ګډون کړی وو. ياد سازمان د ۲۰۲۴ زیږدیز کال تر جنوري پورې شپږو هېوادونو( سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایران، مصر، ایتوپيا او ارجنټاین) ته په رسمي ډول د بریکس د غړیتوب له‌پاره بلنه ورکړه.

د یو متوازن (څو قطبي) نړیوال نظم رامنځته کولو له‌پاره هڅې:

د برېکس په وروستۍ غونډه کې د پنځو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره ويلي، چې په اوسنۍ نړۍ کې د ګډوډۍ د شتون سره نړۍ د اصلاحاتو په درشل کې ده.

د چين ولسمشر شي جين پينګ ضمناً سرمشريزي ته وویل چې د بريکس هېوادونه د نړيوال نظم رامنځته کولو په برخه کې مهم ځواک دی.

د سویلي افریقا ولسمشر، سیریل رامافوسا، د غونډې څخه مخکې وویل چې یو پر مختللی بریکس به د بېلابېلو سیاسي سیسټمونو او هېوادونو استازیتوب وکړي چې د یو متوازن نړیوال نظم له‌پاره ګډه هیله لري.

بل‌خوا هغه د ملګرو ملتونو بین الدولتي سازمان ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې دوی په کلکه باور لري دا لوی څو اړخیزه بنسټ د لا ډیموکراټیک او اغېزناک کولو له‌پاره ریښتیني سمونونو ته اړتیا لري.هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په اشارې سره وویل چې شورا باید د سولې او امنیت د تضمین له‌پاره یو ټول شموله او اغېزناکه اډانې ته بدلون ومومي.

دې ته ورته د برازيل ولسمشر لولا ديسیلوا د امنیت شورا په جوړښت کې د بدلون غوښتونکی شو. هغه د امنیت شورا د نویو او دایمي غړیو په توګه د تازه هېوادونو  شاملیدو پر اړتیا باندې په ټینګار سره وویل: امنیت شورا په اوسنیو حالاتو کې د سولې غوښتنې پر ځای د جګړې د پراختیا غوښتونکې ده! نوموړي زیاته کړه، د دې بین المللي بنسټ جوړښت باید د واقعي نړۍ له اوسنیو شرایطو سره سمون ولري.

د یادونې ده چې د بریکس سازمان د پنځو غړیو څخه درې هغه(هند،برازیل او سويلي افریقا) د امنیت شورا په جوړښت کې د بدلون غوښتونکې دي.

د بریکس له‌لوري د پخوا خلاف د پاملرنې جلبول

د بریکس سازمان وروستۍ ناستې تر بل هر وخت د رسنیو پام ځانته ور واړاوه. په ځانګړي ډول د دریمې نړۍ د هېوادونو په منځ کې چې غواړي د نړۍ سیاسي او اقتصادي نظم ته بدلون ورکړي، هیلې زیاتې کړي دي.

د سړي جګړې څخه را په‌دې خوا روسیه، چین او یو شمېر نور هېوادونه د امریکا په مشرۍ د ډله‌ييز غرب سياستونو او دریځونو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو. د دغو ستونزو څخه د وتلو،د غرب د سياستونو څخه د خلکو د نفرت له امله دغه بلاک د خلکو په منځ  د غربي بلاک په وړاندې د ژغورونکي په توګه هيلي را وټوکولي دي. د غرب خبري امپریاليزم هم ځکه ورته متوجه وو چې دغه نوی کلب به څه ډول د نوي بین المللي نظم په خدمت کې وي.

په وروستیو کې د روسيې ولسمشر پوتين پریکړه وکړه چې دغې سرمشریزي  ته به نه ورځي. دا پرېکړه له دې کبله شوه چې په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور د جرمونو  بین المللي محکمې(ICC) د روان کال په مارچ مياشت کې پوتین د نیولو حکم صادر کړی وو، چې دې چارې د بریکس په غونډه کې د هغه د ګډون مخه ونیوله؛ له‌همدې امله يې دغې سرمشريزي ته خپل په استازولۍ د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف ور استولی وو او دغه په انلاین بڼه سرمشريزي ته وینا وکړه. د پوتین په دې پرېکړې سره د سويلي افریقا چارواکي خوښ شول، ځکه که هغه په‌دې غونډه کې په ګډون کولو ټینګار کړی وای، سويلي افریقا به اړ وای څو خپل دریځ يې روښانه کړی چې ایا د پوتين په نيولو سره خپل نړیوال مسؤلیت ترسره کوي او که له دغې پرېکړې سرغړيوي.

بل علت يې د ډالر برترۍ ځپنې بحثونو او هلوځلو ته ورګرځي، چې د نوي کلب د غړيو له جملې څخه په ځانګړي ډول روسيه، چين او برازيل ورته ډېر لېواله دي.

د بریکس سازمان د پراختیا اجنډاء بل لامل کېدلی شي،په ځانګړي ډول د نويو دعوت شویو غړيو له جملې څخه ایران. د غربي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ بریکس ته د غړیتوب په موخه د ایران دعوت غربي چارواکي حیرا ن کړي دي.

د بریکس پراختیا، پر نړيوال سياست او اقتصاد يې اغېز

تازه مخ پر ودې هېوادونه د لوړې اقتصادي ودې او د نړیوالو اړېکو په ډګر کې د دوی د نفوذ پراختیا له امله کولی شي په بین المللي مناسباتو کې ټاکوونکی رول ولوبوي. د کلب دا وروستۍ کړنې د نړیوال اقتصادي، مالي او سياسي نظم په لور بدلون په ګوته کوي.

دا ډله اوس د نړۍ د نفوس او اقتصاد لویي برخې استازیتوب کوي. دا په  دې معنی ده چې هغوی په بالقوه توګه د نړیوالې حکومتدارۍ د ترتیباتو  سمون له‌پاره یو پیاوړی غږ او په دې ترتیباتو کې پیاوړی لوبغاړي دي. له همدې امله دغه نوی کلب هڅه کوي څو خپل سياسي او اقتصادي يووالی نويو نړيوالو ننګونو ته په کتو سره ډېر کړي.

جوهانسبرګ په غونډه کې یو د مهمو موضوعاتو څخه چې د غونډې په اجنډا کې ځای ورکړل شوی وو د نویو غړيو مسأله وه.په رسمي توګه ۲۳ هېوادونو په دې بلاک کې د شاملېدو غوښتنه کړي وه. د ډله ييز غرب له‌پاره ويرونکې دا ده چې، ټول ۴۰ هېوادونه د غړیتوب په لټه کې دي؛ بریکس په تدریجي ډول د پراختیا په درشل کې دی، نو دا به راتلوونکو  څوکلونو کې څومره پراختیا ومومي؟په هرصورت، په رسمي توګه د نوي غړیو منل کومه ساده پریکړه نه ده، ځکه چې دا د ټولو موجوده غړیو هوکړې ته اړتیا لري.

د بریکس تړون پنځه واړه غړي هېوادونه لوړې هیلې لري خو ټول یو ډول نه‌دي او په‌دې هیله سره یوځای شوي چې په نړیوالو چارو کې د لویدیز برتري وننګوي.

د بین المللي اړیکو یو شمېر شنونکي استدلال کوي چې د بریکس تازه د پراختیا لیست “ډېر انرژي محوره” دی او حتی تر دې کچې وړاندي ځي چې هغه ته “برکس + اوپیک” ووایي. د دوی په باور دغه پراختیا د سوداګرۍ له‌پاره نوې لارې پرانیزي.

د “یواړخيز بنديزونو” څخه د نورو هېوادونو په وړاندي ګټنه او په نړيوال تجارت کې د امریکايي ډالر د تسلط دوام هغه څه دي چې د بریکس سازمان يې په ښکاره ننګوي.

د پلان شوي پراختیا تر شا یوه موخه د بریکس د غړيو له‌پاره د فرصتونو رامنځته کول ښودل شوي چې د محلي اسعارو په کارولو سره کولی شي یو بل سره په اسانۍ تجارت وکړي.

له  غرب سره د مصر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو اړيکي هند ته ورته دي او تر یوې اندازې سویلي افریقا هم، دا هغه هېوادونه دي چې یو پښه يې په بریکس او بل يې په غرب کې ده.

د شنونکو په باور یو له هغو هېوادونو څخه چې د ډالرو له حاکمیت څخه بهر د “سوداګری رژیم” څخه ګټه پورته کولی شي  هغه ایران دی. د ایران له‌پاره د اوسني منزوي حالت څخه د وتلو په موخه یو ښه فرصت دی. په برکس کې د ایران شتون جي اوه ډلې(G7)، شمالي نړۍ(Global North) او واشنګټن ته یو لوی ځواکمن پیغام استوي.په دې سره به ایران ته زمینه برابره شي څو خپل اقتصادي او سياسي مناسبات له غیر غربي ځواکونو سره پياوړي کړي. د ډېرو له‌خوا بريکس ته د ایران د ګډون بلنه د انعام په توګه انګېرل شوې.

د وینزویلا یو فکري بنسټ د نوي بین المللي مالي جوړښت په رامنځته کولو کې د “بریکس” ځواکمن رول ته اشارې کوي. د هغه جیوپوليټيکي اغېز ته په کتو سره اوسنی نړیوال نظم تر پوښتنې لاندې راولي. بنسټ ټينګار کوي چې بریکس به په دوامداره توګه د خپل جیواکانومیک او جیو پوليټيک پرمختګ پړاوونه وهي.

د بریکس پراختیا او اغېزناکتیا بحثونه هغه مهال زیات شول، چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا له‌خوا د روسیې پر ضد او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د چین پر ضد د لویدیز او ختیځ ترمنځ جنجالونه په ښکاره توګه زیات شول.

د یادوني وړ ده چې د بریکس لاسته راوړنې د هغه موخو له امله دي چې بلاک د روسيې  په لومړنۍ ناسته کې ځان ته ټاکلي وه او د بریکس مشرانو په ګډه اعلامیه کې (پرته له سویلي افریقا) پر لاندې ټکو تمرکز کړی وو: “د بین المللي مالي نظام، د ملګرو ملتونو د سازمان او نړيوالو اړیکو اصلاح”.

بلخوا ډله ييز غرب د امریکا په مشرۍ هم په کراره ندی ناست په یوه تازه اقدام کې جوبايډن اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالات، هندوستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، فرانسه،‌ جرمني، ايټاليا او اروپايي اتحادیه پر يوه داسې پلان هوکړې ته سره رسېدلي چې له مخې به یې د هند،منځني ختيځ او اروپا اقتصادي دهلېز جوړ کړي.

د بریکس سازمان راتلوونکې

دغه کلب به د نړۍ په راتلوونکو اقتصادي او سياسي معادلاتو کې اغېزناک واوسي او دغه څه چې اوس پېښ شوې پرته د کوم شک څخه به په راتلوونکې کې په بېړه سره مخ په وړاندي درومي.

هغه څه چې په راتلوونکي کې يې بریکس او یا بریکس + شپږ غړي يې غواړي ترسره کړي په دې ډول به وي: د نړيوال تجارت پراختیا ،د اړمنو هېوادونو د اقتصادي پراختیا له‌پاره د پور اخیستلو ځواک، د اړو هېوادونو له‌پاره د سود نرخ کمولو په لور حرکت، د سویلي نړۍ له لوري له نورو هېوادونو سره په معاملو او پانګونې کې د خپلو ملي اسعار  کارول او په نورو ګڼو برخو کې د همکارۍ میکانیزمونه رامنځته کول.

همدارنګه د ټولي نړۍ د ناخالص توليد په پرتله د بریکس هېوادونو کورنی ناخالص تولید ۳۲.۵ سلنه دی چې نسبت جې ۷ ډلې ته ډېر والی په ګوته کوي.بریکس د نړۍ ۲۷ سلنه مځکه په اختيار کې لري او ټوله نفوس يې د نړۍ ۴۲سلنه برخه جوړوي.د یادولو ده چې په ۲۰۳۰ کال کې به د بریکس ونډه د نړۍ د ټول ناخالص تولید شاوخوا ۵۰ سلنه وي. دا اټکلونه د اوسني بریکس پر بنسټ دي نه د بریکس جمع شپږ.

په ۲۰۱۴ کې په شانګهای کې د نوي پراختیایي بانک (NDB) په نوم یوه اداره جوړه شوه. ګلډمن ساکس په ۲۰۰۶ کې په بریکس کې د پانګې اچونې یو صندوق پرانیست خو په ۲۰۱۵ کې يې یاد صندوق وتاړه.که څه هم د دې ادارې ۲۵ میلیارده ډالره شتمني د نړیوال بانک د شتمنیو له لسمې برخې څخه کمه ده، خو دا اداره د امریکايي ډالر د سلطې ننګولو پر لور یو ګام دی. دې ټولو د بریکس د غړیتوب له‌پاره د نورو هېوادونو لېوالتیا پیاوړې کړې ده.

بل‌خوا دبریکس غړي ځني توپيرونه هم لري. د بریکس غړیو هېوادونو سياسي رژیمونه نسبت یو بل ته توپير سره لري یعني برازیل، هند او جنوبي افریقا ډیموکراټیک بلل کېږي؛ خو روسیه او چین داسې نه‌دي.روسیه، چین او هند هستوي ځواکونه دي؛ خو برازیل او سویلي افریقا داسې نه‌دي. د چين اقتصاد په ټوليز ډول د نورو څلورو هېوادونو څخه لوی دی. چین له هند سره هم پخوانۍ سرحدي شخړه لري. د بریکس د غړيو څخه  چين او روسيه د نويو غړيو د جذبولو پلوي دي خو د هند، برازیل او جنوبي افریقا بیا  دغه چاره ښه نه ايسي.

طبیعتاً د بريکس مشران د دې کلب د دوام له‌پاره ډېره لېوالتيا لري.د روسیې له‌پاره د بریکس د وجود څخه د یوې ښه پوښ په توګه ګټنه کول په تېره بیا د اکراین د جګړې پر برابر. د چین له‌پاره د ودې په حال کې هېوادونو لوی کلب ته لاس رسی چې د غرب له محور څخه ليري وي لويه ګټه ده. ټول یاد هېوادونه دې ته لېوالتیا لري چې نړۍ ګڼ قطبي وي.

آیا د بریکس په پراختیا سره د تمدنونو د ټکر تیوري تحقق مومي؟

د تمدنونو د ټکر اصلي طراح ساموئل هانتینگتون له لوري چې کومه تیوري په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې مطرحه شوه د هغه څخه اوه يې د بریکس سازمان په جوړښت کې د راټولېدو په درشل کې دي.

روسی فيلسوف آلکساندر گلییویچ دوگین چې د پوتین په مغز سره مشهوره دی د 7 civilisations (1 against 6) تر عنوان لاندې د بریکس غونډي ته په اشاره ليکي چې د ۲۰۲۳ اګست د څو قطبي نړۍ د زیږون ورځ ګڼل کیدای شي. د دوګين په باور د بریکس د ۱۵ مې  غونډي سره د څو قطبي کلب وروستی جوړښت ترسره شو. په حقیقت کې د بریکس نوی جوړښت موږ ته د ټولو قطبونو – تمدنونو، “لویې فضاء” سره د یووالي بشپړ ماډل راکوي، پرته له لویدیز څخه چې په ناهيلي توګه د خپل هېژموني او یو قطبي جوړښت د ساتلو په لټه کې دی.

د دوګین په عقیده دا نوې څو قطبي نړۍ د ۷ تمدنونو څخه جوړه ده. هغه زیاتوي چې یو تمدن (لویدیز) د هېژمون ادعا کوي، شپږ نور یې ردوي، یوازې یو څو قطبي سیسټم مني او لویدیز د نورو سره یوځای د یو تمدن په توګه پیژني. دوګین وایي د هانتینگتون حقانیت چې راتلوونکې يې؛ د تمدنونو په بېرته راګرځېدو کې ليده، په عمل کې تائيد شوی دی.

پايله

هغه څه چې له دویمې نړیوالې او سړې جګړې وروسته په ډېر قوت سره مخ په وړاندې ولاړ، د نړۍ پر سياست، اقتصاد د امریکا په مشرۍ د ډله‌ييز غرب نفوذ او کنټرول وو. د لنډمهال له‌پاره د نړۍ تر يو قطبيتوب وروسته اوس دې وضعیت بدلون موندلی او په راتلوونکو کلونو کې به نور د پام وړ بدلونونه ولري. د بریکس پرمختګ د لویدیز د تسلط او د لوديز په ځینو پلازمینو کې د نړۍ په اقتصادی او سیاسی مسائلو کې د رول کمولو یو اغېزناک ګام دی.

په بریکس کې د راټولو شویو هېوادونو د متفاوتو ټکو تر څنګ ګډ ټکي هم لږ نه‌دي، چې همدا مشترکې ګټې د بریکس د ښې راتلوونکې وړاندوینه کوي. غربي بلاک ته په‌کار ده چې پر خپل د یکتازۍ پر سياست بیا کتنه وکړي او د متوازن نړیوال نظم په لور لکه څنګه چې اړينه ده يون وکړي.په نړۍ کې د ډېری فقيرو هېوادونو ګټې د يو قطبي نړۍ په پرتله په څوقطبي هغه کې په ښه ډول خوندي کېدلی شي.

د ډله‌ييز غرب له لوري د نړیوالتوب تر عنوان لاندې غربیتوب، په نورو آزادو ملتونو باندي د خپلو ټولنیزو او سياسي ارزښتنو تپل او د یو شمېر مهمو نړیوالو بنسټونو څخه ناوړه ګټه اخيستنه د دې لامل شوه چې د بریکس د پیاوړتیا بهیر ګړندی کړي.دا د لويديز خپل مضر سياستونه او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنې وې چې بریکس يې د نوي نړیوال نظم خدمت  ته راوړاندې کړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *