تبصره

د افغانۍ د ثبات رازونو ته لنډه کتنه

نن دملي کرنسۍ ثبات په اړه یو لړ مهم عوامل چې په خواله رسنیو کې پري بحثونه کېږی عملي څیړنه کوو دا چي داسلامي امارت راتګ سره دافغاني پولي سیستم یودم خورا دتحولاتو له امله دخارجي اسعارو په وړاندي خپل ارزښت له لاسه ورکړل دانو باید شوي وای ځکه که موږ دنړۍ مختلفو هېوادونه چې دیو انقلاب په پایله کې حکومت لاسته راوړي خصوصاً استعمارشوي هیوادونه بیا حتمې دنورو مواردو ترڅنګ داقتصاد له پلوه هم خورا متضرره کیږی چي دهغوي له جملې څخه یو هم دهغه هیواد ملي کرنسۍ دبهرنیو کرنسیو په مقابل کي ټیټیدل یا هم خپل ارزښت له لاسه ورکول دی .

لېکنه عبدالمقیم قرار

نن دملي کرنسۍ ثبات په اړه یو لړ مهم عوامل چې په خواله رسنیو کې پري بحثونه کېږی عملي څیړنه کوو دا چي داسلامي امارت راتګ سره دافغاني پولي سیستم یودم خورا دتحولاتو له امله دخارجي اسعارو په وړاندي خپل ارزښت له لاسه ورکړل دانو باید شوي وای ځکه که موږ دنړۍ مختلفو هېوادونه چې دیو انقلاب په پایله کې حکومت لاسته راوړي خصوصاً استعمارشوي هیوادونه بیا حتمې دنورو مواردو ترڅنګ داقتصاد له پلوه هم خورا متضرره کیږی چي دهغوي له جملې څخه یو هم دهغه هیواد ملي کرنسۍ دبهرنیو کرنسیو په مقابل کي ټیټیدل یا هم خپل ارزښت له لاسه ورکول دی .

ویتنامی چارواکو ویلې دي چي دوي تر ډیره هڅه کوي چي دهیواد پولې ارزش وساتې خو ندې توانیدلې ورځ تربلې کرنسۍ یې مخ په ښکته کیدلو روانه ده . اکثر افریقایی هیوادونه دیو څیړنې په پایله کې ویلی چی داکثروهیوادونو کرنسۍ خصوصاً دافریقا دجنګ او فقر او دایبولا وایرسونواونه سیاسی ثبات پراخیدل ددې سبب شو چی ځینی هیوادونو کرنسۍ پام وړ را وغورځیږی موږ او تاسې خپل سیمې او ګاونډې هیوادونه هم ګورو چی کلونه یې خپل ملي کرنسۍ له تحدیدونو سره مخ دې چی افغانستان تری په کراتو بی سارې ډول مخ په ښه کیدو دی .

موږ نن دافغانستان خبره کوو هغه چي تیر رژیم کي هم کرنسي دومره دپام وړ دسیمي په کچه خپل ارزښت نه ووساتلئ دا چي نن افغانۍ په دومره اندازه خپل ارزښت وساته ددې ترشاه څه کیدلائ سې؟ کوم لاملونه دي چي ددی با وجود چي ټولې رسنۍ دمنفي راپورونه نړۍ ته ورکوي او نړیوال بندیزونو سره سره بیا هم په سیمه کي لمړۍ ځل دی حتي دهندی اسعار څخه هم افغانۍ کرنسۍ باارزښته شوه؟ دلته مختلف باورونه دي چې خلک یی په مصاحبواو لیکنومقالو کې پرې بحثونه کوي. دلته ديولړهغه لاملونوباندې رڼا اچوم چي دیوهیواد بیا خصوصاً دافغانې کرنسۍ لوړیداکوموکارونو او عواملو په پایله کې رامنځته کېږي ځینې لاملونه یې لاندې ډول دي.

۱- دداخلي تولیدات ترویج کول او ددخلی صنایعوملاتړ.

یو له مهمترین عواملو چې دملي کرنسۍ باثباته کیدو کې رول لوبوي هغه دکورنیو تولیداتو څخه استفاده کول او داخلې تولیداتو څخه ملا تړ دي دایومنلي شوي حقیقت دی دبیلګې په توګه: مخکي په افغانستان کې دفارمي چرګانو په واردات بندیز ولګول شو دمیاشتي لس میلیونه ډالرو په ارزښت هیواد ته دغه چرګان دمختلفو هیوادونو څخه راواردیدل چي کله اسلامی امارت حاکم شو اوپدی باندی یې بندیز ولګاوه په یاد دې وي چی دغه چرګان موږ په افغانستان کي په کافي اندازه تولید لرو وس دغه پیسې موږ په داخل کې څرخوو تر څو بازار کې خپل تولیدات استعمال کچه چې هر څومره زیاتیږي دلته افغانۍ کرنسې ثبات پیدا کوي او هغو اجناسو په مقابل کې مالیه لوړول چې موږدهیواد په داخل کې لروبیلګې یې خورا زیات دې.

۲: ديوښه مالي سیاست په نتیجه کې دبودیجې تنظیم او پرهغې څارنه :

که موږ او تاسې وګورو کوم هیوادونه چي مالي سیاست په برخه کي ښه مدیریت کوي دهغوي کرنسي ارزښت ساتل شوي دی، دمثال په توګه نن په افغانستان کې چې دماليې وزارت کومه بودیجه ده دهغې دقیق څارنه تر تېر لا ګړندی دي، بې ځایه بی پلانه مصارف کنترول دولتي چارو کي له سپما څخه استفاده او بدیجو او دقرادادونو کلک څارنه دمصارفو په برخه له دقته کار اخستل دهرې پروژې پلان په مطابق دهغي کوډ ته دپیسو اړوند پروژو هراړخیز څیړنې په تر څ کې دهغي په اندازه پیسولیږد او داسې نور ددې لامل کېږي چې افغانۍ کرنسې نور هم ثبات پیدا کړی.

۳: دنرخونوکنترول او په بازار کی د اولیه موادوڅارنه .

کله چې دحکومت له لوری په بازارباندی دنرخونو څار موجود وي هغه وخت کې کرنسۍ خپل ارزښت ساتلائ شي، مثال په توګه شاروالۍ باربار دنرخونو په کنترول کې تر ډیره توانیدلې دي چي بازار په خپل لاس کې واخلې په ۲۰۲۱ او په ۲۰۲۲ کلونو کې دنړیوالو راپورونو په اساس انفلاسیون کچه ترډیره په اسیا او اروپا کي زیات وو قیمتونه په سیمه کې دخلکو شکایتونو غوغا جوړه کړي وه چې نرخونه بیسارې ډول لوړ شوی وول او یواځی افغانستان وو چی دشاروالۍ له لورې یې داجناسو قیمتونه کنترول او په بازار کی دنور بازارونو په پرتله قیمت خوراکم وو، موږ دلته دنفتو یادونه کولای شو چې دګاونډیو هیوادونو په پرتله زیاته اندازه تفاوت درلوده همدا لامل وو چي افغانۍ کرنسۍ خپل ارزښت وساتل حتی المکان لوړه شوه .

۴: دخارجي سرمایه ګذارۍ په جلب کې داعتماد فضاء تر لاسه کول .

دامارت بیا واکمنیدو را پدیخوا چی دهیواد امنیت سل فیصده دداخلې او خارجې اتباعو ته دډاډ وړدی په همدې خاطرداخلې او خارجې سرمایه ګزاران دیته وهڅول شول چی په مختلفو برخو کې په افغانستان کې سرمایه ګذارې وکړې دا هم همدې لامل شوه چی افغانۍ خپل ثبات وساتي او بیا لپاره داکرنسې دخارجې اسعارو په وړاندې لوړه شي .

۵: دکاری فرصت ایجادول او داقتصادي ستونزې راکمېدل .

داچې کله تحول راځې دپیسو چرخش کي ستونزه رامنځته کیږي اوبل پلوه د معاشاتو په وخت نه رسېدل او اکثره دولتي کارکونکی بیکاره کیدل اقتصادی ستونزه ځیږوی نوچی تحول راغی دڅومیاشتو دمعاشاتو ځنډ، دولتی سیستم بیا احیا‌ء پوری دکرنسۍ چرخش ځنډ دا هرڅه ددې لامل شوه چي په اوایلو کي افغانۍ خپل ثبات له لاسه ورګړ خصوصاً دډالرو په وړاندې چي کله دولتي مامورینو ته معاشات ورکړل شو او په مختلفو ادارو کی دځوانانو جلب او کاری فرصتونوکې مختلف اقشارومصروفیت هغوی ته په وخت معاشات رسیدل او په هیواد کي دعامه انکشافی پروژو بیا پیل او خلک هلته مصروف کیدل دولاړو پروژو بیا پیل او په مختلفو قراردادونوته بیا کتنه او هغوي شروع کول یو ځل بیا بازار کې افغانی کرنسۍ چرخش ددې لامل شو چي دا کرنسی خپل ارزښټ لوړ کړي.

۶: دافغانستان بانک سالم مدیریت .

که موږ او تاسې وګورو په ټولوهیوادونو کې د بانکونه دمدیریت په نتیجه کي دهغه هیواد ملي کرنسۍ ارزښت پیدا کوي په اولو ورځوکي دافغانستان بانک صرافانو ته عدم توجوه ددې سبب شو چي افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړې په صرافانو باندي نه عدم نفوذ او دوی ته یو واضح طرزالعمل نه وړاندی کول هم دهیواد پولی ارزش ته صدمه رسول کله چي افغانستان بانک صرافان کنترول کړل او دوی ته یې واحده تګلاره وټاکل شوه او پردوي یې څار ګړندې کړ په بازار کي دپیسو قاچاق مخنیوې وشوه له دوی څخه یی ضمانتونو کی خورا سخت شرایط وضع کړل نو همدا لامل شو چی افغانی ارزښت لا ورسره ښه شی او بیا مهم کار چی په اولو ورځو دتخول دپیسو راویستلو دقتصادی شورا پریکړی هم دی ارزښت ته لا وده ورکړل چی هر کس په محدوده اندازه کولی شول چی خپل پیسی له بانکونو څخه وباسی او دی ورته ټول هغه لارې چارې ددې سبب شو چي افغانۍ خپل ارزښت وساتي اونن دادی موږ اوتاسې وینو چي په سیمه کي افغانۍ لا لګیا ده خپل ارزښت پراخوي او لا په ښه کېدو روانه ده .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *