اسلامی

د کارکوونکي وخت، څوکۍ او رتبه الهي امانت دی

قدرمنو هیوادوالو! دې ټکي ته مو باید ډیر پام وي چې امانت او ساتنه یې د اسلام د سپیڅلي دین له لوړو ارزښتنو څخه ګڼل کیږي او دغه مبارک او انسان جوړونکی دین همیشه دخپلو پیروانو د کړو وړو څارونکی دی او له دوی څخه غواړي چې با احساسه زړه او ضمیر ولري او په هغه سره د الله او بندګانو حقوق کماحقه وساتي او خپل عملونه د تیري اوغفلت نه وژغوري. په باوري توګه رښتیا او رښتیا ویل د امانت ساتنې بشپړوونکی دي.

شاه محمود درویش

قدرمنو هیوادوالو! دې ټکي ته مو باید ډیر پام وي چې امانت او ساتنه یې د اسلام د سپیڅلي دین له لوړو ارزښتنو څخه ګڼل کیږي او دغه مبارک او انسان جوړونکی دین همیشه دخپلو پیروانو د کړو وړو څارونکی دی او له دوی څخه غواړي چې با احساسه زړه او ضمیر ولري او په هغه سره د الله او بندګانو حقوق کماحقه وساتي او خپل عملونه د تیري اوغفلت نه وژغوري. په باوري توګه رښتیا او رښتیا ویل د امانت ساتنې بشپړوونکی دي. امانت ساتنه د ایمان لرونکو خلکو ځانګړتیا او عکس یې خیانت دی چې د منافقانو ځانګړتیا ده.

د امانت پراخه مفهوم : بې له شکه چې امانت د اسلام د شارع له نظره پراخه مفهوم لري او مختلفو معناوو ته اشاره شوې ده، چې د هغو ټولو معیار په هر کار کې د مسئولیت احساس دی چې دده په اوږه ایښودل کیږي او په هره دنده کې چې ده ته سپارل کیږي باید په غوڅه توګه باوري وي چې دهغې په هکله د الله په وړاندې د غوښتنې مورد ګرځي.

نو بناپردې امانت ساتنه د ټولو مسئولیتونو اداء او اخلاقي او ټولنیزو ژمنو او تړونونو ته شاملیږي. دبیلګې په توګه عقل یو الهي امانت دی چې انسان ته سپارل شوی دی، که چیرې انسان د عقل په غوښتنه عمل وکړي او هغه په پوهه او علم سینګار کړي او ترتیب ورکړي په دې هکله یو ښه امانت ساتونکی ګڼل کیږي.

مادي او معنوي نعمتونه لکه دین، قرآن او ددین احکام، الهي فرضونه او واجبات، اوبه، خاوره، څوکۍ او دبدبه، عمومي مالونه او بیت المال، همدارنګه د ښوونکو په وړاندې زده کوونکي. مور او پلار په وړاندې اولادونه انسانی غړي او جوارح او پانګې لکه عمر او ځواني د امانت له مصداقونو څخه دي، آن تردې موږ خپله د خپلې ټولنې لپاره امانت یو او هر ډول خیانت د هر امانت په هکله ځان ته خیانت ګڼل کیږي. قرآن کریم ښوونه کوي:

ژباړه: کوم کسان چې له خپل ځان سره خیانت کوي ته دهغو ملاتړ مه کوه. (د النساء سورت: ۱۰۷ آیت )

میرمن او اولادونه، پلار او مور او ټول هغه کسان چې د وګړیو سره د خپلوۍ اړیکي لري، دهغوی نیکمرغه ملاتړ د نصیحت له لارې لازم دی، لکه څنګه چې د هغوی حقوق مراعات کړي او د دوی په هکله هیڅ ډول پند او نصیحت ونه سپموي او د دوی د ښیګڼې او نیکمرغي لپاره زمینه برابره کړي او هغوی د بدي څخه و ژغوري نو دامانت په مسئولیت یې په ښه توګه عمل کړی دی. الله تعالی فرمایي:

ژباړه: ای مؤمنانو! خپل ځانونه او خپل اولادونه او کورنۍ له هغه اورنه  وژغورئ. ( د التحریم سورت: ۶ آیت )

هیره دې نه وی چې امانت مختلف ډولونه لري چې له هغې جملې څخه په لاندې ۲ ډولونو باندې یې یوڅه رڼا اچوو:

د کارکوونکي وخت امانت دی:

د حکومت ټول مسئولین آمر دی که مامور، په هره اداره، وزارتونو، ریاستونو، دولتي او غیردولتي اداره کې چې دنده ترسره کوي د معمول په توګه د هر مسئول د حاضري وخت له ۸ بجو څخه پیل تر ۴ بجو پورې ادامه لري چې باید هر یو خپله ورسپارل شوې دنده پرته له کوم کمي او نقصانه په خپل معین او ټاکلي وخت تر سره کړي به غیر له دې که چیرې څوک یوه دقیقه له شرعي عزر نه پرته ضایع کوي په حقیقت کې په امانت کې د خیانت مرتکب شوی دی.

همدارنګه مدرسې، ښوونځی، پوهنتونونه او نورو موسسې، اکاډمۍ او صحي مرکزونه له دې امر څخه مستثی نه دي، بلکې دولت دذې صلاح مقامونو له لورې په معینه زمانه کې باید رعایت شي ځکه یو کارکوونکی چې په یوه اداره کې ۸ ساعتونه کار کوي، ګواکې خپل وختونه یې دهغه مزد او اجورې په وړاندې چې له ادارې څخه یې لاس ته راوړی، په اجاره ورکړي دي.  دغه ۸ ساعتونه د کارکوونکي په وړاندې د ادارې امانت دی که چیرې هغه یوه دقیقه په داسې ځای کې تیره کړي چې د ادارې له خوا جواز نه لري په حقیقت کې په امانت کې د خیانت مرتکب شوی دی.

نو بنا پردې (وختونه) امانت دي او په ټاکلو او معینو وختونو کې وزګار اوسیدل د تطفیف حکم لري لکه چې قرآنکریم فرمایي:

ژباړه: تباهي ده د ډندې وهونکولپاره، دهغو حال داسې دی چې کله له خلکو نه په پیمانه څه اخلي نو پوره یې اخلي او کله چې هغو ته په پیمانه یا تله څه ورکوي نو کم یې ورکوي. (د المطففین سورت: ۱ – ۳ آیتونه)

څوکۍ او رتبه الهي امانت دی:

څوکۍ، رتبې او مشغولیتونه د امانت جزء ګڼل کیږي او خاوندان یې تر الهي پوښتنې لاندې راځي، د ناوړو او نا اهلو ریاست د ټولنیزو ناخوالو را منځته کیدو لامل کیدای شي. هر وګړی د ځانګړی کار او مقام وړتیا او استعداد لري او باید مسئولیتونه هغو وګړو ته و سپارل شي چې د لازم صلاحیت لرونکی وي. له دې پرته به په دنیا او آخرت کې د الله او مخلوق په وړاندې د سختې پوښتنې لاندې راشي.

د بشریت د نړۍ رهبر د ابوذر رضي الله عنه په وړاندې څومره ښکلې وینا کړې ده په خپله د ابوذر رضی الله عنه په روایت: ( قلت یا رسول الله صلی الله علیه وسلم آلا تستعملني؟ قال: قضرب بیده علی منکبي ثم قال : یا اباذر انک ضعیف و انها امانة و انها یوم القیامة خزي وندامة الا من آخذها بحقها وآدی الذي علیه فیها)( صحیح الامام مسلم حدیث: ۱۸۲۵)

ژباړه: ما وویل ای د الله رسوله ! ایا ما د یوې سیمې والي نه ګرځوي؟ (ابوذر) وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زه په خپل لاس په اوږه ووهلم او بیا یې وفرمایل: ای ابوذره! ته بیوزلی یې او ولایت او د چارو سپارل امانت دی او د قیامت په ورځ به د امر د متولي د رسوایۍ او پښیمانۍ لامل شي مګر دا چې هغه ولایت یې په حق سره اخستی وي او دهغه وړتیا او لیاقت لري او دهغه له ژمنې وتلی شي او هغه یې په سمه توګه ترسره کړي وي.

علمي او عملي کفایت او بسنه د ښه او نیک نفس لازمه نده یعنې هر څوک چې صالح وي لازم نده چې حتماً دې علمي او عملي کفایت ولري امکان لري یوتن دښه سیرت او چلند او ښه ایمان خاوند وي خو ونه شی کولای د ځانګړې دندې له ژمنې څخه په مطلوبه توګه را ووځي او ګټور تمام شي.

حضرت ابوذر رضی الله عنه چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پریوه ځای د ولایت غوښتنه وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم په ده کې د هغه دندې کفایت او وړتیا ونه لیده هغه یې ورڅخه منع کړ.

امانت حکم کوي چې موږ د چارو او دندو لپاره هغه ډیر با کفایته خلک چې دهغه د اداري قدرت او کفایت لري هغه ورته غوره کړو                     او په هغه دنده یې وګمارو.

هر کله که د رشوت، خپلولۍ او شخصي اړیکو په وجه له دې اصل نه منحرف شوو نو په حقیقت کې د ډیر خطرناک خیانت مرتکب شوي یو او په امانت کې مو خیانت کړی دی.

هغه مدیر چې په واسطو، منځګړو لارو او پارټ بازیو د خلکو له عمومي مصلحتونو سره لوبې کوي او د باکفایته وګړو څوکۍ، رتبې او کار پوهنې ته پاملرنه نه کوي هغه بیکاره کوي او نور په ده مخکې کوي او مقرروي یې نو دا مدیر د خلکو او ټولنې په هکله د خیانت مرتکب کیږي او د امانت ساتنې رعایت نه کوي حال دا چې نبوي سنت موږ ته لارښوونه کوي چې دا ډول چارې د فساد او تباهۍ نښې او لاملونه دي چې د آخرې زمانې په خلکو کې را منځته کیږي: عن ابی هریره قال بینما النبی في مجلس یحدث القوم جاءه اعرابي فقال متي الساعة قمضی رسول الله یحدث فقال بعض القوم سمع ما قال فکرة ما قال وقال بعضهم بل لم یسمع حتی اذا قضی حدیثه قال این اراه السائل عن الساعة قال ها آنا یا رسول الله قال فاذا ضیعت الامانة فانتظر الساعة قال کیف اضاعتها قال اذا وسد الامر الی غیر اهله فانتظر الساعة )

ژباړه: یو بانډه چي سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضورته راغی او پوښتنه یې وکړه چې قیامت څه وخت دی؟ رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته وفرمایل: هرکله چې امانت ضایع شي (مراعات یې ونشي) هغه سړي وویل: امانت ضایع کیدل څرنګه کیږي؟ پیغمبر صلي الله علیه وسلم و فرمایل: هرکله چې کار نا اهل ته وسپارل شي او دچارو واګي هغو کسانوته پریښودل شی چې د هغه د ترسره کولو لیاقت او کفایت ونه لري نو په دغه وخت کې د قیامت انتظارباسه. ( صحیح البخاري، حدیث: ۵۹ )

په دندو کې خیانت د ګناه او بدۍ له مخې توپيرلري. تر ټولو بد او ناوړه خیانت د مسلمانانو په دین او ټولنه باندې دی او دهغه بد آثار او نتیجې سراسرهیواد د ناورین او مشکل سره اخته کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ( اذا اجمع الاولین والاخرین یوم القیامة یرفع لکل غادر لواء فقیل هذا فلان بن فلان )

ژباړه: کله چې الله تعالی د قیامت په ورځ وړومبنۍ او وروستني راغونډ کړي نو دهر خیانت کوونکي لپاره به یو بیرغ جګ شي چې هغه به په هغه بیرغ پیژندل کیږي او ویل کیږي به دا فلانی د فلاني د زوی بیرغ دی.  ( صحیح الامام مسلم، حدیث: ۱۷۳۵)

د امانت د رعایتولو یو مورد دادی چې انسان د شخصي ګټو یا خپلوانو او دوستانو د ګټو له وجې د خپل کسب، څوکۍ او منصب نه ناوړه ګټه ونکړي ځکه د عمومي مالونونه ناوړه ګټه اخستل جرم او خیانت دی.

معمولاً حکومتونه یا شرکتونه خپلو خدمت کوونکو او کارکوونکو ته معین حقوق ورکوي. نو دهغو حقوقو څخه د زیاتو لاس ته راوړلو لپاره کوښښ او په ډول ډول لارو زیار ایستل حرام خوري ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ( من استعملناه علی عمل فرزقناه رزقا فما اخذ بعد ذلک فهو غلول)

ژباړه: هرکله چې څوک په یوه کسب او منصب وګمارم او څه حقوق د هغه لپاره مقرر کړم نوڅه چې له هغه زیات واخلي هغه خیانت، حرام او ناوړه استفاده ده. ( سنن آبی داود، حدیث: ۲۹۴۵)

په دې هیله چې په ټولیزه توګه ګران هیوادوالو ته چې په هرځای کې کوم مسئولیت سپارل شوی وي توپیر نه کوي که هغه مسئولیت ستر وی یا کوچنی، خو اړینه داده چې هغه مسئولیت باید په ښه توګه او په بشپړه سپیڅلتیا ترسره کړي، ځکه چې مسئولیت په خپله امانت دی باید له امانت څخه هر وخت او په هرحالت کې په ښه ډول ساتنه وشي.

ماخذونه اوسرچینې:

د جمعې خطبې کتاب لومړی ټوک – کابل ۱۳۹۸ هجري لمریز کال.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *