د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د ازبیکستان لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو مرستیال سره لیدنه کړې
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د ازبیکستان هېواد د لوړو زده کړو وزارت نړیوالو اړیکو د برخې مرستیال محمد عزیز حکیم اوف او همدارنګه د یاد هېواد په کې د افغانانو تعلیمي مرکز رئیس آی بیک روزی اوف ته ښه راغلاست ویلی او افغانستان سره په تحصیلي برخو کې یې د ازبیکستان هېواد ترسره کړې همکارۍ ستاینه کړې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال له نوموړو څخه د افغانستان په تحصیلي نهادونو کې د ازبیکي ډيپارټمنټونو د ملاتړ، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډې ماسټرۍ او دوکتورا او همدارنګه د ټرانسپورټيشن اړوند د سړک او پل جوړونې تخصصي پروګرامونو د ایجادولو او همکاریو غوښتنه کړې.
دوکتور لطف الله خیرخواه ويلي، زموږ استادان ډېر کله په بهر کې د زده کړو وروسته یو ځانګړی تاثر له ځان سره لري، چې په دې برخه کې د ازبیکستان هېواد څخه د یوه ښه ګاونډي په توګه نېک تاثر لرلی.
د ازبیکستان هېواد تعلیمي او تحصیلي برخو استازو ویلي، چې دوی د افغانستان تحصیلي او تعلیمي پرمختګ لپاره هر ډول همکاریو ته ژمن دي او زیاته کړې یې ده، چې په تحصیلي برخو کې به د اړتیاوو په پوره کولو کې هڅه کوي.
د دواړو لورو ترمنځ افغانانو ته د بورسونو ورکړې په اړه هم خبرې شوي، چې د څرنګوالي او امتیازاتو له معلومولو وروسته به پرې هوکړه وشي.