سیاسی

د امن او ثبات په مسیر د هېواد چټک او بریالی مزل

له هغې راهیسې چې د ۲۰۲۱ کال د آګسټ په پنځه لسمه په کابل د امریکایي اشغال څنګلوری رژیم په هېښوونکې او بشپړه توګه ونړېد، اسلامي امارت په کابل واکمن او د یوې خونړۍ جګړې د پای اعلان وشو؛ په نړیواله کچه د څو لسیزو جګړې ځپلي افغانستان د بیا ځلې امن او ثبات موضوع ډيره توده او د بحث وړ ده.

له هغې راهیسې چې د ۲۰۲۱ کال د آګسټ په پنځه لسمه په کابل د امریکایي اشغال څنګلوری رژیم په هېښوونکې او بشپړه توګه ونړېد، اسلامي امارت په کابل واکمن او د یوې خونړۍ جګړې د پای اعلان وشو؛ په نړیواله کچه د څو لسیزو جګړې ځپلي افغانستان د بیا ځلې امن او ثبات موضوع ډيره توده او د بحث وړ ده.

له هېواد د امریکايي ځواکونو له وتلو او له نوي سیاسي بدلون سره نړیوالو داسې نه انګیرله چې اسلامي امارت به ونه توانیږي افغانستان له سیاسي، اقتصادي او په ځانګړې توګه امنیتي اړخه د ثبات لوري ته بوځي.

د یو نیم کال په تیرېدو د افغانستان  اسلامي امارت  د نوي نظام په حیروانوونکې توګه له اقتصادي او سیاسي اړخه افغانستان داسې اداره کړ چې نړیوالو رقیبانو ته یې هم له اعتراف پرته بل څه پاتې نشول. دولتي اداري سیستم نه یوازې دا چې کمزوری نشو، بلکې تر پخوا یې څو چنده ډیر اغېزمن او ظرفیتونو لوړ کړل. له اقتصادي اړخه یې د نړیوالو رقبیانو د مغرضانه او ویروونکو وړاندوینو په خلاف د خپلو اغېزمنو پالیسیو په وسیله له بحراني حالت هېواد او وګړي راوه ایستل، سترې بنسټيزو پروژې يې پیل او د کورنیو صادراتو کچه یې تر بل هر وخت لوړې کچې ته ورسوله.

د کامیابو پولي سیاستونو په مټ افغانۍ په حیرانوونکې توګه خپل ارزښت وساته او آين د نړۍ په کچه يې د نهم ارزښتمن پولي واحد په توګه ځای خپل کړ.

د یوه شهکار تاریخي اقدام له مخې د نشه یي توکو کرکېله قاچاق او پلور بند شول، په لسګونو زره روږدي کسان راټول او درملنه یې وشوه.

د اټول هغه څه وو چې د نوي واکمن نظام لپاره يې خواخوږو، رقیبانو او دښمنانو د بد فال په توګه نیول؛ خو د نظام بریالیو تګلارو دا هر څه داسې مدیریت کړل چې له بریا پرته بل اطلاق ورباندې نشي کېدلی.

له اقتصادي او سیاسي ثبات ور هاخوا، فوځي ثبات او د هېواد امنیت هغه بله مهمه موضوع ده چې تر اوسه یې د نوي نظام بهرني او داخلي رقیبان د یوې مهمې تبلیغاتي سیاسي نکتې په توګه کاروي او لا تر اوسه هم افغانان او نړیوال ورباندې ویرول

کیږي.

که ځمکنیو حقایقو او دلته روان حالت ته وکتل شي، افغانستان په ریښتینې توګه د فوځي ثبات او سرتاسري امن بې مخينې شپې او ورځې تجربه کوي. په داسې ظروفو او حالاتو کې چې یو نیم دوه کلونه وړاندې دلته د ټولې نړۍ استخباراتي شبکې فعالې وې، په هېواد کې د هېچا سر او مال امن نه ؤ. په لسګونو زره میله وسلې له خپل سرو وسلوالو، غلو او مافیایي کړیو سره وې او ترشا يې عملأ د نړیوالو لاسونه وو؛ اوسنيو امنیتي او نظامي حالت ډ‌اډ بښونکی او یو شهکار دی.

که فعلي حالت د نړۍ یا په ځانګړي توګه د غرب او امریکا له امنیتي حالت سره پرتله کړو، هلته چې په لسګونو کلونه یې د امن، ثبات او پرمختګ مزل کړی؛ خو اوس هم په ورځنۍ توګه خونړۍ جنايي او تروریستې پیښې لري، وګړي يې پکې وژل کیږي او زیان ویني.

افغانستان چې له لسګونو کلونو جګړې وروسته د امن او ثبات لومړنۍ شپې او ورځې سبا کوي، اوسنۍ امنیتي حالت د نورې نړۍ په پرتله غوره او ډاډمن بللی شو. که د امن او ثبات دا مزل د نورې نړۍ په څېر لسګونه کلونو دوام وکړي، لرې نده چې افغانستان به له نورې نړۍ مخکښ او سرلاری وي.

ان شاء الله تعالی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *