افغانستان

د کرنې او مالداري سرپرست وزیر د ایران د کرنیزو څېړنو، روزنې او ترویج له مرکز څخه لیدنه کړې

د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري او مل پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د کرنیزو څېړنو، روزنې او ترویج له مرکز لیدنه کړې.

د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري او مل پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د کرنیزو څېړنو، روزنې او ترویج له مرکز لیدنه کړې.

د یاد مرکز مسئولینو ښاغلي عمري ته د بوټو ساتنې، نباتاتو ناروغیو او افتونو، سیروم او واکسیناسیونونو جوړولو، د حیواناتو او کرنیزو څېړنو په اړه معلومات ورکړي دي.

ورته مهال د کرنې او مالداري وزیر د مرغانو او حیواناتو د ساتلو له کلیکسون او د مرخېړیو د تولید او پالنې له مرکز څخه لیدنه کړې ده. دا کرنیز مرکز د دې هېواد له هغو موسسو څخه دی، چې د کرنې وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

ټاکل شوې ده چې مولوي عطاءالله عمري او مل پلاوی به د دې سفر په لړ کې د ایران د کرنې وزارت له مسئولینو سره په لیدنه کې د کرنې او مالداري په برخه کې د همکاریو د لا پیاوړتیا او د افغان کروندګرو لپاره د بدیل کښت د رامنځته کولو په برخه کې د ایران هېواد د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *