افغانستان

د افغانستان بانک ۱۷ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، نن د سه شنبې په ورځ د روان کال د کب په ۸مه، (۱۷) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، نن د سه شنبې په ورځ د روان کال د کب په ۸مه، (۱۷) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري. دغه بانک پرون باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۷ میلیونه ډالره وپلورل.

د افغانستان بانک، پرون په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۳.۳۷ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *