گزارش

په ننګرهار کې د شفتالانو بڼوالي پراخه شوې

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې وروستیو, کې د دغه ولایت په ولسوالیوو کې د نورو مېوو ترڅنګ د شفتالو بڼوالي زیاته شوې ده. بهسود، کامه، ښېوه، سره رود او خوږیاڼي هغه ولسوالۍ دي، چې پکې ډېر د شفتالانو باغونه جوړ شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې وروستیو, کې د دغه ولایت په ولسوالیوو کې د نورو مېوو ترڅنګ د شفتالو بڼوالي زیاته شوې ده. بهسود، کامه، ښېوه، سره رود او خوږیاڼي هغه ولسوالۍ دي، چې پکې ډېر د شفتالانو باغونه جوړ شوي دي.

د کامې ولسوالي د سنګرسرای سیمې بڼوال ذاکرالله له دويچه ويله سره په مرکه کې وېیلي، چې په شاو خوا یو نیم جریب ځمکه کې يې له څو کلونو راهیسې د شفتالانو ۱۱۳ ونې ايښي، چې اوس مهال حاصل ورکوي.

ذاکرالله وايي، د شفتالانو په بڼوالۍ کې ورسره د تېرې جمهوري حکومت پرمهال د کرنې ریاست چارواکو د یو شمېر مرستندویه ادارو له لارې مرسته کړې وه، چې وروسته يې ټول کار په خپله ترسره کاوه.

دی وايي، د شفتالانو بڼوالۍ لومړني مهارتونه يې زده کړي او په منظمه توګه ترې ګټه اخلي او بڼوالۍ ته وده ورکوي: «هغه وخت کې د زراعت کارمندانو له خوا نه راته د شفتالو د باغ کرولو په اړه، دا چې څنګه اوبه ورکړل شي او شاخه بوري يې څنګه وشي دا ټول هغوی را ښودلي دي، بیا زه خو له پخوا نه همدا زمینداري کوم نو خپله مې هم څه نا څه شیان زده و، دا خو دوې ګټې دي یو دا چې باغ دی شفتالوان ترې اخلو او بل دا چې نور فصلونه هم ورسره کرل کېږي.»

ذاکرالله د شفتالانو له بڼوالۍ او حاصلاتو خوښ دی او په وینا يې، له همدې لارې يې اوس د کورنۍ ډېرې اقتصادې اړتیاوې پوره دي.

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست مسئولین هم دې ولایت کې د تېر په پرتله د شفتالانو د حاصلاتو د زیاتېدا خبره کوي چې د پام وړ حاصلات کروندګرو ترلاسه کړي دي.

د کرنې ریاست د کرنې خدمتونو او ترویج آمرملا نعمت الله اکبري ویلي چې ننګرهار کې د په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې په شاو خوا ۳۰۱۵ هکټاره ځمکه د شفتالو بڼوالي شوې ده، چې ۹۸۷۶ مټریک ټنه حاصلات ترې را ټول شوي دي.

ملا نعمت الله اکبري وايي، اوس تر ډېره کروندګرو بڼوالۍ ته مخه کړې له دې سره يې اقتصادي ظرفیت هم مخ پر لوړېدو دی.

اکبري وايي:«موږ دهقانان دې ته هڅو چې باغداري وکړي، په دې برخه کې عامه پوهاوی کوو او ډېرو باغدارانو ته مو د باغدارۍ ټرینګونه ورکړي دي، باغدارۍ سره دهقان ته ډېره ګټه لاسته ورځي کال په کال يې اقتصادي مشکلات را کمېږي، موږ یوازې د شفتالانو په برخه کې نه بلکې نورو مختلو باغداریو ته کار کړی دی.»

د هغه په وینا، چې ګڼ شمېر سیمو کې يې وخت نا وخت له بڼوالانو سره د بڼوالۍ اړوند وسایلو مرستې هم ترسره کړي دي. د دوی د معلوماتو له مخې، په کونړ او لغمان کې بیا په ١٠٥ هکتاره ځمکه شفتالان کرل شوي، چې د ١٠٥ ملیونه افغانیو په ارزښت به ترې حاصل را ټول شي.

په همدې حال کې د ننګرهار کانال ادارې چارواکي وايي، په شاو خوا ۲۵ زره جریبه ځمکه باندې د بېلابېلو مېوو بڼوال لري.

د دې ادارې مطبوعاتي مسئول سیدهمایون غریبمل وېیلي، چې یوازې په ۱۷ نیم زره جریبه د مالټو، ۱۷۲۰ هکټاره زیتون، په شاو خوا ۲۰۰ جریبمه مځکه د نارنجو، په شاو خوا ۶۵ جریبه د خرما او د دې ترڅنګ د لېمو بڼوالي لري.

سیدهمایون غریبمل وايي: «په دغه ټولو پروسو کې زموږ سره په زرګونه تنه په کار باندې بوخت دي، یواې په ۱۴۰۰ کال کې موږ شاو خوا ۳۸۰۰ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمېنه برابره کړې ده.»

د غریبمل په وینا، سږ کال يې په داسې سیمو کې هم د سټروسو او په ځانګړې توګه د مالټو باغونه جوړ کړي، چې په تېرو نږدې څلورو لسیزو کې د مختلفو عواملو له مخې کار نه و شوی.

هغه وايي، شاو خوا ۳۰ کیلومتره کانالونه او فرعي ویالې، چې نا پاکه پاتې وې بیا پاک او جوړ کړل چې اوس په کې د اوبه خور منظم سیستم روان دی.

ده وويل: «بل د خوشحالۍ خبر دا دی چې د لومړي ځل له پاره د ټول افغانستان په سطحه باندې ننګرهار کانال شرکت وکولی شو چې څه د پاسه ۵۰۰ جریبه ځمکې ته خپله د اوبه خور سیستم البته د ډریپ ایریګیشن یا د اوبه خور د څاڅکو سیستم عملي کړي.» د ننګرهار مالټې او د شفتالانو حاصلات اوس دومره مشهور شوي، چې د افغانستان له ډېرو لېرو ولایتونو نه خلک او سوداګر يې د اخیستو په موخه راځي.

د کرنې د برخې کارپوهانو په باور، که دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې همداسې چټک پرمختګ روان وي، لېرې نه ده چې دا ولایت به د هېواد په کچه د بڼوالۍ له اړخه یو له تر ټولو غني ولایتونو څخه وشمېرل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *