صحت

هیوادوالو ته د روغتیایې خدمتونو وړاندې کول غوره اقدام دی

البته سره له دې چې د اسلامي امارت له لورې د سرلوړي افغانستان د ملي خپلواکۍ اومځکنۍ بشپړتیا ساتنه اوپه ټولیزه توګه افغان مظلوم ولس ته دهوسا ژوندانه په خاطر د ډاډمن امنیتی چاپیریال برابرول او په سوله ییزو شرایطو کې یی دښه او نیکمرغه ژوند دپرمخ بیولوله پاره د آسانتیاوو او لازمو شرایطو برابرول له اساسي دندو څخه شمیرل کیږي، ددي ترڅنگ دهیواد دکمزوري اقتصاد د ودې او پیاوړتیا له پاره هم باید جدي او هراړخیز تدابیر په عملي ډول ترلاس لاندې ونیسي،

شاه محمود

البته سره له دې چې د اسلامي امارت له لورې د سرلوړي افغانستان د ملي خپلواکۍ اومځکنۍ بشپړتیا ساتنه اوپه ټولیزه توګه افغان مظلوم ولس ته دهوسا ژوندانه په خاطر د ډاډمن امنیتی چاپیریال برابرول او په سوله ییزو شرایطو کې یی دښه او نیکمرغه ژوند دپرمخ بیولوله پاره د آسانتیاوو او لازمو شرایطو برابرول له اساسي دندو څخه شمیرل کیږي، ددي ترڅنگ دهیواد دکمزوري اقتصاد د ودې او پیاوړتیا له پاره هم باید جدي او هراړخیز تدابیر په عملي ډول ترلاس لاندې ونیسي، ځکه چې د ښه امنیتي وضعیت د سمبالولو او هراړخیز ډاډمن ثبات د ټینگښت ترڅنگ یوازی پیاوړي اقتصاد دی چې دهیواد وگړو ته آرام ژوند اوبشپړه هوساینه ور په برخه کولی شي، پردې بنسټ  د افغانستان د اسلامي امارت مسوول ارگانونو ته ښایی چې دسالمې رهبري او کارنده مدیریت پراساس هغه مالي مرستې چې دنړیوالو مرستندویانو له لوری په مختلفو برخوکی دجګړه ځپلی افغانستان د آبادی، سمون ، بیارغاونی، اقتصادی ځان بسیاینې، روغتیا پالنې او … په موخه کیږي هغه په پوره روڼتیا او شفافیت لومړیتونو ته پام سره سم و لګول شي ترهغه چې مثبتې او عملي پایلې یې ولس ته څرګند او روښانه شي، دیادونې وړ ده چې په هیواد کی د ډله ییزو خپرندویو سرچېنو په حواله د غزنــي د عامــې روغتیا ریاســت مســئولینو ویلي، چې د (یو.ان.اېس. بي.اې) نړیواله موسسه غواړي چې د غزني په لرې پرتو او هغو سیمو کې چې خلک روغتیایي آسانتیاوو ته لاسرسي نه لري، ۱۵ نــوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي. البته یاد ۱۵ روغتیایي مرکزونــه بــه د Family Health House

( کورنۍ روغتیا ) په چوکاټ کې فعال شي، چې هر یومرکــز ته به یوه ودانۍ چې اته خونې به ولري جوړه او ترڅنک به یې په خپل جوړښت کې د یوې قابلې ترڅنګ ساتونکی او نورې برخې هم ولري. د مسئولینو په وینا د یادو ۱۵ مرکزونو په جوړولو سره به د غزني شاوخوا ۳۰ زره کسان روغتیایي آسانتیاوو ته لاسرسي پیدا کړي او تر ډېره به د دغه ولایت د خلکو ستونزې په روغتیایي برخه کې حل شي. په ورته وخت کې د غزني اوسېدونکي د (یو.ان.اېس.بي.اې) نړیوالې موسسې له یادې پرېکړي هر کلی کړی او ویلي یې دي چې د دغه ۱۵ مرکزونو په جوړېدو سره به په لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي. د یادوني وړ ده چې همدا اوس د غزني عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د ۱۹۶ روغتیایي مرکزونه په واسطه د غزني خلکو ته روغتیایي آســانتیاوې برابروي خو د خلکو په وینا د ژمي په موسم کې د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو خلک د ناروغۍ پر وخت او روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له شک پرته چې د غزني ولایت په لرې پرتو سیمو کې د یادې نړیوالې موسسې له لورې د ۱۵ روغتیایې مرکزونو د جوړولو اقدام د قدر وړ دی، په دې هیله چې دغه مرکزونه ژر تر ژره جوړ او عملآ د خلکو د استفادې وړ وګرځي ترڅو شته روغتیایې ستونزې یې حل شي،  خو هیر دې نه وي چې د روغتیايي خدماتو ترڅنګ بیوزلي افغانان په بیلابیلو برخو کې د هراړخیزومرستو او اوږد مهاله همکاریو غوښتونکي هم دي، ځکه ترهغه چې جګړه ځپلی افغانستان له هره پلوه اباد، ودان، سمسور اوښیرازه شوی نه وي او هم له اقتصادي پلوه پرځان متکي شوی نه وي نو د اړوندو مرستندویه خیره بنسټونو او په ټوله کې د مرستندویه هیوادونو بشرپالو مرستو ته اړتیالري، په دې هیله چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورې نړیوالې موسسې، سره له دې چې اړو افغانانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي، ترڅنګ یې اړینه ده چې دهیواد په کچه په بیلا بیلو برخو کې افغانانو ته له اړتیا او لومړیتوبو سره سم د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لورې لازمې هراړخیزې مرستې هم وشي.

همداراز اړینه ده هرهغه مرستې چې د نړیوالو خیریه بنسټونو له لورې کیږي د اړوندو مسوولو ارګانونو ترڅارنې لاندې باید د هیواد د اقتصادي ځان بسیاینې په برخوکې ولګول شي ترهغه چې مثبتی پایلی یی افغان جګړه ځپلی ولس هم عملاً محسوس کړي، البته ددې ترڅنگ اړینه ده چې افغان پتمن ولس هم باید په هراړخیزه توگه اسلامي امارت سره همکاراومرستندوې و اوسي ترهغه چې مسوول ارګانونه وشي کولای د ولس په پراخه همکاري او ملاتړ په هیواد کې لاهم  ډاډمن امنیت دټینگښت ترڅنگ د اقتصادي بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې خپل پلانونه په ښه ډول تطبیق کړي او په دې توگه په پایله کی دگران هیواد دپرمختګ او قدرمنو هیوادوالو دهراړخیزې هوساینې سبب شي او دمګړۍ چې ګران هیوادوال له کوموستونزو سره مخامخ دي، بې له شکه چې دغه ستونزې یوازې اویوازې دهیواد دملي اقتصاد د ودې اوپرمختګ په  پایله کی سمښت موندلی شي اوبس، پردې بنسټ دالازمي بریښي چې دهیواد د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ له پاره دولت او ملت په  ګډه د هراړخیزې همکارۍ له مخې لاس په کارشي ترهغه چې په هرډول ستونزو بری د افغان ولس په برخه شي، ملي اقتصاد مو پیاوړی او په ټوله کې هیواد مو ورځ تربلې پرمختګ وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *