ورزش

په هلمند کي د رمضان جام په نوم د کرکټ سیالۍ پیل سوې

 

تیره شپه، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د روژې  میاشتي په مناسبت د ټینس بال شپنۍ سیالۍ د ۴ څلورو لوبډلو تر منځ پیل سوې.

د دې سیالیو د پیل مراسمو کي د هلمند ورزش امر ابوجامي، فني او مسلکي مدیر وحیدالله اکبري، اداري غړو، د کرکټ ټایپ بال د ښار مسؤل فیصل خروټي، لوبډلشمرانو او ګڼو مینوالو برخه درلوده.

یادي سیالۍ ۱۰ اوره او د ۴۰ څلوېښتو لوبډلو تر منځ د روژې میاشتي په مناسبت د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه تر سره کیږي.

د پیل لوبه پښتون ستورو او پوپل وړونو لوبډلي سره وکړه، پچه اچونه پښتون ستورو لوبډلي وګټل او د توپ وهني پریکړه یې وکړه چي په ټاکل سویو ۱۰ لس  اورونو کي یې ۹۷ اووه نوي منډي هدف ورکړ او پوپل وړونو لوبډلي یاد هدف په ۷ اووه اورونو کي پوره او لوبه یې وګټل.

د یادوني وړ ده چي د دې سیالیو په دوام به هره شپه ۴ لوبي تر سره کېږي او د روژې میاشتي تر اخیره به دوام وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *