کاغذ
تاریخي سیمو ساتل د ټولو هېوادوالو ګډ مسئولیت دی
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خيرالله خیرخواه پروان ته د سفر په ترڅ کې د امیر حیب الله خان ارګ څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د تاریخي سیمو ساتنه د ټولو ګډ مسئولیت دی.
نوموړي زیاته کړې، د دې ولایت تاریخي سیمو ته د بېلابېلو هېوادونو وګړي د سیاحت لپاره راځي، نو اړینه ده چې تاریخي سیمې او اثار باید داسې خوندي وساتل شي، چې هغوي یې بیا ځلې لیدلو ته لیوالتیا ولري.
د سرپرست وزیر په وینا؛ اسلامي امارت د تاریخي او تفريحي سیمو لا غني کېدو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، چې له امله به یې د کورني سیلانیانو سربیره د بهرني سیلانیانو توجه ډیره او په عوایدو کې به زیاتوالی راشي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د پروان له مسئولینو څخه مننه کړې، چې سیلانیانو ته یې د سیاحت ښه زمینه برابره کړې.