افغانستان

ملا عبداللطیف منصور: د هېوادوالو په خدمت کې به هیڅکله د ستړیا احساس ونکړو

 

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د پکتیا زرمت ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ له ولسوال، اداري کارمندانو او قومي مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

نوموړي د خلکو ستونزې اوریدو په ترڅ کې هغه قومي تړونونه چې پخوا شوي وو څیړلي او ټینګار یې کړی، چې یاد تړونونه باید په بشپړ ډول عملي شي.

ملا عبداللطیف منصور د یادې ولسوالۍ مسئولینو او قومي مشرانو ته د اسلامي امارت د تګلارو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د دغې ولسوالۍ د خلکو  ستونزو د حل په موخه به له خپل ټول توان او صلاحیت څخه کار اخلي او د خپلو خلکو د خدمت په لاره کې به هیڅکله د ستړیا احساس ونکړي.

د غونډې ټولو ګډونوالو د سرپرست وزیر له ورتګ او څرګندونو څخه خوښي ښودلې او د اسلامي امارت سره یې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *