افغانستان
په کندهار کې د ۱۰۰ رواني ناروغانو درملنه وشوه
د کندهار د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولین په دغه ولایت کې د ۱۰۰ رواني ناروغانو د درملنې خبر ورکوي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي د باخترآژانس خبریال ته وویل، د کندهار د رواني ناروغانو د درملنې مرکز د جنوب لویدیځ زون په کچه فعالیت کوي او اوس مهال پکې شاو خوا د ۴۰۰ رواني ناروغانو درملنه کېږي.
ترابي زیاته کړه، چې دغو ناروغانو ته خواړه او درمل په منظم ډول ورکول کېږي او د افغانستان اسلامي امارت د یادو ناروغانو د درملنې لپاره بودجه ځانګړې کړې دي.