اخبارگزارش

کابل پوهنتون کې ۱۷ نوې د ماسټرۍ برنامې شروع کېږي

انیس: د کابل پوهنتون د ماسټرۍ برخې مسوولین خبر ورکوي، چې د نوي کال پیل به له یو لړ پرمختګونو او مثبتو تحولاتو سره وکړي. دوی وایي چې مخکې له دې د کابل پوهنتون کې په ۱۶ پوهنځیو کې ۲۴ د ماسټرۍ برنامې وې، چې د روان کال په جریان کې به ورسره ۱۷ نوې ماسټرۍ هم یوځای شي، چې په ټوله کې به سږکال د کابل پوهنتون  په ۱۹ پوهنځیو کې ۴۱ د ماسټرۍ برنامې ولري.

په دې اړه مو د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو له امر محمد علي رضایي سره خبرې کړې دي؛ دی وایي کومې برنامې چې په ۱۴۰۲ کال کې فعالې وې، هغه په ۱۴۰۳ کال کې هم فعالې دي او کومې برنامې چې په ۱۴۰۲ کال کې فعالې نه وې، هغه هم سږکال فعالې شوې دي او سربېره پر دې د کابل پوهنتون مسوولین یو لوی پلان لري چې له مخې به یې ۱۷ نوې د ماسټرۍ برنامې یاد پوهنتون ولري. هغه په دې اړه زیاته کړه: له نېکه مرغه سږکال د فوق لیسانس ۲۷ نوې برنامې(۱۰ یې د دوکتوراوو دي) مختلفو پوهنځیو کې په نظر کې لرو، چې د عالي شورا له تاییدۍ وروسته به عملي کېږي او استادان له دغه فرصت څخه استفاده کولی شي.

د کابل پوهنتنو مسوولین د ځینو هغو اندېښنو ته هم مثبت ځواب وایي، چې ګواکې دغه پرمختګونه به د ښه تدریس له نیمګړتیاوو سره مخ شي؛ دوی وایي چې مونږه د زدکړو کیفي او مقداري اړخ ته متوجه یو او دې ته په نظر کې نیولو سره مخته حرکت کوو.

ښاغلی رضایي د نصابونو په اړه د یو ملت او یو نصاب شعار ورکوي او وایي چې د فوق لیسانس برخې یو شمېر نصابونه د لوړو زدکړو وزارت لخوا نوي شوي دي او په ځینو نورو یې کار روان دی، چې دغه نصابونه به په ټولو امارتي او شخصي پوهنتونونو کې د عملي کېدو وړ وي.

دغه د ماسټرۍ نوې برنامې له جزا او جرم پېژندنې، ټولنپوهنې، عمومي ارواپوهنې، د زدکړې پلان او پالیسي، روسي ژبه او ادبیاتو، د سافټویر انجینري، عقیده او فلسفه، دعوت، اسلام پېژندنې، اګروبزنس، د نباتاتو ساتنې، د لبنیاتو علوم او ټکنالوجي، هایدرولوژي، کیمیا، صنعتي کیمیا، د پېښو مدیریت او د اوبو مدیریت څخه عبارت دي، چې د روان کال په جریان کې به عملا پیل شي.

د ماسټرۍ برنامې د تېر په شان سږکال هم ۳۰ کادرونه جذبوي، خو ۲۰ یې د ټولو، ۸ د امارتي پوهنتونونو استادانو او ۲ د امارتي ادارو کارکونکو لپاره ځانګړې شوي دي، چې هر شخص به د ازادې سیالۍ له لارې جذبېږي.

دوی د استادانو د فیسونو په اړه هم وایي، چې د یوې طرحې له مخې به هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو کې زدکړې کوي، فیسونه به یې د لوړو زدکړو وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي، چې دا طرحه څو میاشتې مخکې توشیح شوې ده او د عملي کېدو په حال کې ده.

دغه مسوولین د نوو ماسټریانو خبر په داسې حال کې ورکوي، چې له دې وړاندې یې شریعت ورځپاڼې ته د ۱۰ نویو دوکتوراو د ایجاد خبر هم ورکړی و.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *