افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني:دا وطن او وګړي یې زموږ دي، موږ د دوی یوو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت ځايي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په کتنه کې وویل، هغه چا چې په تېر شل کلن جهاد کې هم راسره ګډ مزل نه دی کړی، زموږ دي او نه باید له پامه وغورځول شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت ځايي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په کتنه کې وویل، هغه چا چې په تېر شل کلن جهاد کې هم راسره ګډ مزل نه دی کړی، زموږ دي او نه باید له پامه وغورځول شي.

خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړه، د امیرالمؤمنین په ځانګړې لارښوونه او مشورې سره مجاهدینو ته د اصلاحي سیمینارونو جوړولو په موخه یوه کمیټه رامنځته شوې چې له مخې به یې کشرانو مجاهدینو ته لازمې اصلاحي لارښوونې کېږي.

هغه وویل: «د امیرالمؤمنین د حکم اطاعت کې لوی فضیلت دی، زموږ د یووالي ریښې له اسلام سره تړلې دي، لکه څنګه چې پرون مو خپل دین او ایمان په اتفاق ساتلی و، نن به هم هماغه وحدت او اتفاق ملت ته رسوو او ملي یووالی به په رښتینې توګه څرګندوو. دا وطن او وګړي یې زموږ دي، موږ د دوی یو؛ هغه چا چې په تېر شل کلن جهاد کې هم راسره ګډ مزل نه دی کړی، زموږ دي او نه باید له پامه وغورځول شي.»

نوموړي وویل، زموږ د قربانیو ثمره اسلامي او افغاني نظام دی< خپلو کشرانو مجاهدينو ته نصيحت کوو چې د سختۍ پر ځای له نرمۍ څخه کار واخلي، له اشخاصو سره ښه چلند وکړي، له خپلسرو کړنو ډډه وکړي او په نظام کې له موجوده علماوو سره مشورې وکړي. ورته مهال د دې ولایت د جهادي مدرسې رئیس شیخ محمد سلیم حقاني په خپلو خبرو کې وویل، چې دا نظام د الله تعالی په نصرت، د مجاهدینو په قربانیو او د ملت په ملاتړ رامنځته شوی او دا قربانۍ باید هېرې نه شي او د شهیدانو ستر ارمانونه پالل غواړي.

ورپسې د لغمان والي زین العابدین د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د هرکلي ویلو تر څنګ مننه وکړه چې هغه ولایت ته یې سفر وکړ، د خلکو ستونزې او اصلاحي وړاندیزونه یې واورېدل.

نوموړي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې لغمان کې کومه بده پېښه نه ده شوې، مجاهدین چې د آزادۍ د جنګ اتلان و، له نېکه مرغه اوسمهال د وطن د امنیت اتلان دي او موږ د دغه نظام د پایښت په موخه په هر ډول حالاتو کې، هر وخت او هر ځای خدمت ته چمتو یوو.

د یادونې وړ ده، چې خلیفه سراج الدین حقاني پرون په ننګرهار کې هم په یوه غونډه کې له ځايي مسئولینو دیني عالمانو او عامو خلکو سره کتلي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *