افغانستان

د ستنډرډ ملي ادارې ۶۷ واګونه بې کیفیته تېل بېرته ازبکستان ته مسترد کړل

د سټنډرډ ملي ادارې ازبکستان هېواد ته د لسګونه واګونه بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. ی

د سټنډرډ ملي ادارې ازبکستان هېواد ته د لسګونه واګونه بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پرون يې په حیرتان بندر کې يې ۶۷ واګونه بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ازبکستان ته مسترد کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې په دومره لویه کچه بې کیفته تېل بېرته ازبکستان ته ورګرځول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *