جهان

د لبنان یوه پنډغالي‌ کې د فلسطیني وسله والو خپلمنځي نښتې؛‌ ۶ کسان وژل شوي

لبنان کې د کډوالو په عین الحلوه پنډغالي‌ کې د سیالو فلسطیني ډلو ترمنځ نښته کې لږترلږه ۶ کسان وژل شوي دي.

لبنان کې د کډوالو په عین الحلوه پنډغالي‌ کې د سیالو فلسطیني ډلو ترمنځ نښته کې لږترلږه ۶ کسان وژل شوي دي.
دا نښته د فلسطین د کورواکې ادارې د مشر محمود عباس اړوند د فتح غورځنګ او سیالو اسلامپالو ډلو ترمنځ شوې.
فتح ګوند منلې چې په وژل شویو کې د ابواشرف عرموشي په نوم د وی یو قومندان هم دی.
عین‌الحلوه، چې په ۱۹۴۸ کال کې د لبنان سویلي صیدون ښار ته څېرمه جوړ شوی، دغه هېواد کې د فلسطيني کډوالو تر ټولو ستر پنډغالی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *