گزارش

په نیمروز کې د وچکالۍ زیانونه

وچکالي او د اوبو کمښت نه یوازې په نیمروز کې د کروندو او ځنګلونو د له منځه تللو لامل شوی، بلکې زرګونه څاروي یې وژلي او کروندګرو ته یې ستر مالي زیانونه اړولي دي.

وچکالي او د اوبو کمښت نه یوازې په نیمروز کې د کروندو او ځنګلونو د له منځه تللو لامل شوی، بلکې زرګونه څاروي یې وژلي او کروندګرو ته یې ستر مالي زیانونه اړولي دي.

د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي له دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې د دوی ملاتړ وکړي، څو وکړی شي چې د خپلو څارویو د وژل کېدو مخه ونیسي.

د نيمروز په کنګ ولسوالۍ کې د يوې ١٥ کسيزې کورنۍ مشر محسن رخشاني وايي، د اوړي د موسم له پيل راهيسې يې ٦٠ پسونه د څارويو د خوراکي توکو د کمښت له امله مړه شوي دي.

«زموږ ژوند په مالدارۍ او کرنه روان و؛ خو وروستۍ وچکالۍ سخت وځپلو، مالونه مو مړه شول، دا څلورم کال دی چې وچکالي دوام لري.»

په همدې حال کې د کنګ ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى نقيب الله چې د وچکالۍ له امله يې له ١٢٠ ډېر پسونه له لاسه ورکړي او یو شمېر پسونه یې د پلور لپاره هرات ته انتقال کړي وايي، اوس له دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې د نيمروز ولايت له کروندګرو سره مرسته او همکاري وکړي.

«موږ جایدادونه درلودل، غواګانې او پسونه مو درلودل، وزې مو درلودې، خو د دغو جایدادونو نیمايي مو خرڅه کړل او نیم یې له منځه تللي دي. موږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې د نیمروز د خلکو په اړه فکر وکړي، زموږ د اوبو څاه ګانې ټولې وچې شوې دي.»

د ټولنیزو چارو کارپوه محمد صابر ټینګار کوي چې که حکومتي چارواکي د اوبو د کمښت ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، نو شونې ده چې نه یوازې مالداران، بلکې زیات شمېر خلک هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

«په نيمروز کې د وچکالۍ ستونزه وحشتناکه ده، دا د دولت دنده ده چې په داسې يوه حالت کې د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي. د اوبو کمښت نه يوازې د څارويو او نباتاتو، بلکې د انسانانو ژوند هم اغېزمن کوي.»

بل خوا د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د اورښت اندازه خورا کمه شوې او تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت له امله اوس ښاریان د څښاک د اوبو له ستونزې سره مخ دي.

د نیمروز ولایت د کرنې او د مالدارۍ رئیس انجینر ګل احمد وايي:

«د مرکز، چخانسور، کنګ او چهار برجک په ولسوالیو کې ۴۵۰ زره بېلابېل څاروي له ګواښ سره مخ دي، د څړځای او څښاک اوبه نه لري، له ولسوالیو څخه غواوې ایستل شوې او د دغه ولایت مرکز او نورو ولایتونو ته لېږدول

شوي.»

نیمروز د افغانستان یو له ګرمو ولایتونو څخه دی او سږ کال د اوبو د کمښت تر څنګ په دغه ولایت کې د هوا تودوخه تر پنځوسو درجو سانتي ګراد ته رسېدلې چې د څارویو د مړینې یو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *