گزارش تحقیقی

امریکا کې د “خطر” تر کچې د تودوخې د لوړېدو خبرداری ورکړل شوی

د یکشنبې په ورځ د امریکا ځینې برخې د کم‌سارې ګرمې هوا شاهدې وې او راتلونکې اوونۍ د دغه هېواد په سوېلي برخو کې د "خطرناکې" تودوخې پیلېدو خبرداری ورکړل شوی دی.

د یکشنبې په ورځ د امریکا ځینې برخې د کم‌سارې ګرمې هوا شاهدې وې او راتلونکې اوونۍ د دغه هېواد په سوېلي برخو کې د “خطرناکې” تودوخې پیلېدو خبرداری ورکړل شوی دی.

نژدې نیمايي ‌امریکایان – چې ۱۱۳ میلیون خلک کېږي، له فلوریډا نه تر کلیفورنیا او واشنګټن ایالت پورې د تودوخې اخطارونه ترلاسه کوي.

د هېواد د هوا پېژندنې ملي ادارې له خلکو غوښتي چې د خلکو ژوند ته خطرونه کم ونه ګڼي.

د تېرې شنبې په ورځ، د اریزونا ایالت فینیکس کې د ۱۱۸ درجې فارنهایټ (۴۸ درجې سانتي ګراده) د ټولو وختونو لوړه کچه ثبت شوه.

دا په دې معنا ده چې د تودوخې درجه په پرله پسې ډول د ۱۶ ورځو لپاره ۱۱۰ درجې فارنهایټ (۴۳ درجې سانتي ګراد) ته رسېدلې چې دا پخپله تقریباً یو ریکارډ دی.

هلته ګرځنده کلینیکونو وېیلي چې د درېیمې درجې سوځېدنې له کبله د بې‌سرپنا خلکو درملنه کوي.

اټکل کېږي په کلیفورنیا کې د “مړینې دره”- چې په ګرده نړۍ کې یوه له ګرمو سیمو ده- تودوخه ۱۲۹ درجې فارنهایټ (۵۴ درجې سانتي ګراد) ته ورسېږي، چې پر مځکه د اعتبار وړ ثبت شوې تر ټولو لوړې درجې ته نژدې ده.

د هوا پېژندنې ملي ادارې وېیلي، د یکشنبې ورځې د تودوخې درجه د سان خواکین دره او مو هاوي صحرا او لوی حوض سیمو کې د ریکارډ په کچه ثبت شوې ده.

دې اداری د شنبې په ماښام ووېیل، د تودوخې درجه “روغتیايي خطر جوړوي او د هغو خلکو لپاره احتمالي وژونکې کېدلی هم شي چې فعال یخوونکی سیستم نه لري”.

د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي مرکز د ریپوټ له مخې، د امریکا په متحدو ایالتونو کې هر کال د تودوخې او ګرمې هوا له کبله ۷۰۰ کسان مري.

په ګاونډ کاناډا کې چارواکي وايي، د لوړې تودوخې له کبله ځنګلي اورونو – چې له متوسطې کچې لوړ شوي- د امریکا ځینې برخې په لوګي پټې کړې دي او تر اوسه یې نژدې ۱۰ میلیون هکټاره ځمکه سوځولې ده.

د هوا پېژندنې ملي ادارې وړاندې وېیلي وو، د امریکا په سوېل لوېدیځ کې تودوخه د فشار د کچې لوړېدو له کبله ده چې معمولاً ګرمه هوا ورسره مله ده او دا تودوخه د ګرمۍ تر ټولو قوي څپې لري چې سیمه یې اغېزمنه کړې ده.

په لاس ویګاس، نیواډا کې ښايي په راتلونکو لږو ورځې کې د تودوخې درجه تر ټولو لوړې کچې (۱۱۷ فارنهایټ (۴۷ درجو) ته ورسېږي.

هلته د هوا پېژندنې چارواکو خبرداری ورکړی چې فکر کوي له تودوخې سره د تعامل توان به ولري او په وینا یې دا “د عادي بېدیا تودوخه نه ده”.

په لاس ویګاس کې د هوا پېژندنې ادارې په ټویټ کې لیکلي “دا صحرا ده، طبیعي ده چې هوا ګرمه ده. دا خطرناک فکر دی”!.

“د تودوخې دا څپې د اوږدې مودې او په ورځ او شپه کې د سختې ګرمۍ له کبله معمولي صحرايي تودوخه نه ده.‌ ټول باید دا ګرمي جدي وګڼي، ان د هغو خلکو په ګډون چې په بېدیا کې ژوند کوي”.

د هوا پېژندنې ادارې دا خبرداری  هم ورکړی چې قوي تالنده او بړبوکۍ، ډېر بارانونه او سېلابونه راوتل هم د امریکا شمال ختیځ نیوانګلنډ په ګډون په ځینو سیمو کې امکان لري.

د امریکا سوېل لوېدیځې سیمې له تېرې اوونۍ راهیسې اوس هم د ګرمې هوا شاهدانې دي. د ټکساس ایالت په ال پاسو کې، د تودوخې درجه د ۲۷ پرله پسې ورځو لپاره د فارنهایټ معمول درجې له کچې دری برابره لوړه شوې ده.

په ددغه ایالت کې تر هر بل وخت اوس له ایرکنډېشنونو ګټه اخیستل ډېر شوي، هلته پارکونه، موزیمونه او د حیواناتو باغونه تړل شوي او یا یې د کار وختونه راکم کړل شوي دي.

روغتونونو کې هم د ګرمۍ له کبله د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

د صنعتي عصر له پیلېدو سره د ګردې نړۍ تودوخه په سلو کې ۱٫۱ درجه لوړه شوې ده، که د نړۍ په لر و بر کې حکومتونه یې د مخنیوي لپاره لاس په کار نه شي، ښايي د تودوخې درجه نوره هم لوړه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *