ارزګانیان له حکومته د سړکونو او بندونو رغاول غواړي
د ارزګان ولسونه له اسلامي امارته غواړي، چې په دغه ولایت کې د سړکونو او بندونو پر رغولو سربېره، پوهنې، روغتیا او د بیا رغونې کارونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ارزګان ولسونه له اسلامي امارته غواړي، چې په دغه ولایت کې د سړکونو او بندونو پر رغولو سربېره، پوهنې، روغتیا او د بیا رغونې کارونو ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی له دولت سره د همغږۍ په غونډه کې چې د مرکز ترینکوټ او ولسوالیوو لسګونو دیني عالمانو، مخورو، د ولایت والي او نورو مسئولینو برخه لرله د لویو لارو او بندونو د رغولو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې د نورو په استازیتوب مولوي شراف الدین ساجد له اسلامي امارت څخه په دغه ولایت کې د لویوو لارو او لویوو بندونو تړل کېدو، روغتیایي مرکزونو فعالېدو، پلونو رغولو او په یو شمېر نورو پراختیایي چارو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ساجد وویل، چې له کندهاره راتلونکی سړک دې د مرکز ترینکوټ د لارې تېر شي، چې د ولایت ټول ولسونه ترې برخمن شي.
نوموړو ټینګار وکړ چي ارزګاني ولسونه د پوهنې، روغتیا، پاکو اوبو او دې ته ورته نورو د بیارغونو کارونو غوښتنه کوي او اسلامي امارت دې ورته پاملرنه وکړي.
ورته مهال په دې غونډه کې د ارزګان والي مولوي محمد علي جان احمد له دیني عالمانو او ولسونو وغوښتل، چې د نېشه يي توکو د کرکیلې په مخنیوي، غصب شویوو ځمکو په راګرځولو، له نظام ملاتړ، د مشرانو په اطاعت او شرعي اصولو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
احمد زیاته کړه، چې دا مهال ارزګان کې ګڼې د بیارغونې چارې روانې دي، د زده کړو مرکزونه فعاله، د بندونو تړلو پروژې منظور شوي او د پرمختګ چارو ته زمینه برابره شوې ده.
نوموړي وویل، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه افغانستان کې په مخامخ جګړه کې له سترې ماتې وروسته فکري یرغل ته مخه کړې ده.