گزارش

د افغاني بانکنوټونو دارزښت او ثبات په اړه د ډبلیو ایف پي راپور

دخوړو نړيوال پروګرام وايي، له افغانستان سره دنغدي مرستو له امله دبهرنيوو اسعارو پروړاندې دافغاني بانکنوټونو ارزښت ثابت پاتې دى.

دخوړو نړيوال پروګرام وايي، له افغانستان سره دنغدي مرستو له امله دبهرنيوو اسعارو پروړاندې دافغاني بانکنوټونو ارزښت ثابت پاتې دى.

دغه پروګرام په تازه راپور کې وېیلي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو بستې لامل شوې چې د بهرنیوو اسعارو، په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو بیه پیاوړې وي. په راپور کې ، وېیل شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۲ کال له پیل څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې افغانستان ته نغدي بستې انتقال کړې دي. ددغه راپور پر بنسټ، د دې ترڅنګ د افغانستان اوسنیوو چارواکو د بهرنیوو اسعارو د قاچاق مخه هم ونیوله، چې د دواړو هڅو له امله د بهرنیوو اسعارو پر وړاندې د افغانیوو بیې ثابتې پاتې شوې دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې د بهرنیوو اسعارو پر وړاندې د افغانیوو د بیو ثابت پاتې کېدل د اقتصادي ودې په برخه کې مثبت ګام بلل کېدای شي. په دغه راپور کې وېیل شوي چې د افغانستان د صادراتو اندازه یو څه زیاته شوې او خوراکي توکي او ډبرو سکرو په دې صادراتو کې د پام وړ رول لوبولی دی. دنړیوال بانک د موندنو پر بنسټ، افغانستان د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د خوړو نړیوال پروګرام راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې افغانستان د ۱،۸ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات درلودل ، چې دتېرکال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي. د افغانستان بانک تل د صادراتو زیاتوالی، دزیربنایي پروژو بیا پیل او دپولي سیاست پلي کول دافغانیوو دبیې د ثبات اصلي لاملونه بولي. یو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا په دې بارو دي چې دبهرنیوو اسعارو پر وړاندې د افغانیوو دثابت پاتې کېدو یو لامل د افغانستان هغه ۹،۵ میلیارده ډالره ارزي زېرمې دي، چې تراوسه ترې استفاده نه ده شوې.

داقتصادي چارو کار پوه اذرخش حافظي وېیلي: «دافغانستان دبهرنیوو اسعارو زېرمې په خپل حال پاتې دي او هغه اعتبار لیک چې د نړیوال اقتصاد له معتبرې مالي مرجع څخه د ۹،۵ میلیاردو ډالرو دموجودیت پر بنسټ صادر شوی، دافغانیوو داعتبار لپاره مهم وي او زموږ د ملي اسعارو ملاتړ کوي. زموږ مالي ملاتړ کم شوی نه دی که د پاکستان په څېر حالت وی، نو زموږ پیسو سقوط کولو، د ۴۰ ميلیون ډالرو کڅوړې چې راځي دافغانستان دپیسو راټولولو او بازار ته د سختو پیسو داخلولو لپاره خورا مهم دي چې زموږ د پولي ثبات لامل کېدی شي. او دوهم دوارداتو کمول دي.»

دراپورونو له مخې، دا مهال دافغانستان په بازارونو کې یو امریکايي ډالر تر ۸۷ افغانیوو تبادله کېږي. دخوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې دافغانیوو دبیې دثبات خبر ورکوي چې دافغانستان دصرافانو ټولنه له افغانستانه بهر ته دبهرنیوو اسعارو له قاچاق څخه شکایت کړی و.

ددغې ټولنې دمطبوعاتو مرستیال عبدالرحمن زیرک وېيلي وو چې ایران او پاکستان ته دبهرنیوو اسعارو په ځانګړې توګه دډالرو قاچاق نه یوازې د صرافانو، بلکې دټول افغان ولس په زیان دی او باید مخنیوی یې وشي. هغه مهال د کورنیو چارو وزارت وېیلي وو چې له افغانستانه یې دډالرو دقاچاق په تور څو تنه نیولي هم دي. زیرک له دې وړاندې آزادي راډیو ته وېيلي وو چې دافغانستان بانک هغه پیسې نه پلوري، چې تل یې په هېواد کې داسعارو دنرخ دکنټرول لپاره اعلانوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن