جهان

د فېسبوک مېټا کمپنۍ ټویټر سره سیالۍ لپاره نوی اپلیکېشن راباسي

د فېسبوک کمپنۍ ‹مېټا› د ټوېټر سیالۍ لپاره نوی کاریال یا اپ راباسي. دغه اپلیکېشن ترېډز نومېږي او له راتلونکې پنجشنبې به فعالیت پیل کړي. د مېټا کمپنۍ دغه نوی اپ له اېنسټګرام سره د تړل کېدو له لارې فعالیت کوي. پر اپل سټور د دغه اپلېکېشن پرته بڼه ټوېټر ته ورته ښکاري. میټا وېیلي چې ترېډز به د لیکنۍ مکالمې اپلیکېشن وي.

د فېسبوک کمپنۍ ‹مېټا› د ټوېټر سیالۍ لپاره نوی کاریال یا اپ راباسي. دغه اپلیکېشن ترېډز نومېږي او له راتلونکې پنجشنبې به فعالیت پیل کړي. د مېټا کمپنۍ دغه نوی اپ له اېنسټګرام سره د تړل کېدو له لارې فعالیت کوي. پر اپل سټور د دغه اپلېکېشن پرته بڼه ټوېټر ته ورته ښکاري. میټا وېیلي چې ترېډز به د لیکنۍ مکالمې اپلیکېشن وي. دا تر دې دمه د فېسبوک او د ټوېتر د څښتنانو مارک زوکربرګ او اېلون مسک ترمنځ سیالۍ کې وروستی ګام دی. دوی دواړو تېره میاشت ووېیل چې د کږې غېږي سیالي به هم سره کوي،‌ خو لا روښانه نه ده چې په دې تړاو رښتیا څومره جدي‌ دي.ښاغلي مسک د ټوېټر پیغام کې د ترېډز فعالېدو ته غبرګون ښودلی. هغه لیکلي «شکر دی چې دوی عاقلانه مخ ته ځي.» په ورته وخت ټوېټر وېیلي چې د دې خواله رسنۍ مشهور ډشبورډ ‹ټویټ‌ډېک› به په ۳۰ ورځو کې د تادیې چوکاټ ته ولوېږي. اېلون مسک غواړي چې د ټویټر کاروونکي د ګډون خدماتو کې غړیتوب ته وهڅوي او دا وروستی ګام هم د همدې لړۍ او هڅو برخه ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *