د ننګرهار قومي مشران له حکومت څخه دلويو پروژو غوښتنه کوي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ او غني خېلو ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ او غني خېلو ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې وېیلي، چې په دې کتنه کې ملک قاسم او ذال محمد د نورو په استازیتوب په خبرو کې د اسلامي امارت مسئولینو څخه مننه وکړه، چې خپلې دروازې یې تل د ملت پر مخ پرانستې دي، د دوی ستونزې په سړه سینه اوري او له خپل لوري يې د همکاريو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
دوی د ننګرهار ولايت په امنیتي وضعیت خوښي وښوده او په ياد ولايت کې يې د لويو پروژو د تطبيق غوښتنې ترڅنګ خپلې يو شمېر ستونزې او وړانديزونه هم بيان کړل. ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ووېیل، چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو دی او دوی يې د حاکميت لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړي، چې موږ يې درناوی کوو.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د امنیت، آبادۍ او ځان بسیاینې په هڅه کې دی او دا کارونه د ولسونو له همکارۍ پرته ممکن نه دي.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره به يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.