افغانستان

هلمند کې د مامورینو کورونه  له غصب خلاص شول

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې غصب شوي دولتي کورونه، چې په ۱۳۵۱ کال کې جوړ شوي وو، د غاصبینو له منګولو خلاص شول یاد کورونه له غصب څخه تر خلاصېدو وروسته په هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت ته، چې له مالیې وزارت پورې اړوند دی، وسپارل شول.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې غصب شوي دولتي کورونه، چې په ۱۳۵۱ کال کې جوړ شوي وو، د غاصبینو له منګولو خلاص شول یاد کورونه له غصب څخه تر خلاصېدو وروسته په هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت ته، چې له مالیې وزارت پورې اړوند دی، وسپارل شول.

د مارجې ولسوالۍ ولسوال مولوي «عصمت الله عاصم» په ډې اړه ووېیل، په ۱۳۵۱ کال کې په دغه ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورونه د حکومت له لوري جوړ شوي وو، چې اوس یې یوازې ۵۲ جوړ او پاتې ۹۹ یې ویجاړ دي.

« دا کورونه له تېرو څو کالو راهیسې د خلکو له لوري غصب شوي وو؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره له غاصیبونو خلاص شول.»

د عاصم په خبره، په مارجې ولسوالۍ کې ۷ زره جریبه نوره دولتي ځمکه هم غصب شوې چې په نژدې راتلونکې کې به له غاصیبینو پاکه شي.

په ورته مهال په هلمند کې داطلاح شویوتخمونو اوکرنېزوخدمتونودولتي شرکت امرحاجي داروخان یاسیرکلیدته وویل، پلان لري چې ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوي.

« په دې کورونو کې یې ۵۲ جوړ او پاتې نور ټول ویجاړ دي، موږ پلان لرو چې ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوو»

بل لورته په یادو کورونو کې استوګن خلک له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې د اوسېدو لپاره ځمکې ورکړي.

د خدای رحیم په نوم یو کس چې له څو کلونو راهیسې په همدې کورونو کې استوګن دی وايي:« که له موږ څخه دا کورونه اخېستل کېږي، نو حکومت یې باید په بدل کې ځمکې، یا هم نور کورونه راکړي، ترڅو بې سرپنا نه شو.»

د یادونې وړ ده چې دغه کورونه د وخت د حکومت له لوري د دولتي مامورنیو لپاره جوړ شوي وو، چې تر ډېره په کې د پوهنې، کرنې او یو شمېر نورو ریاستونو مامورینو د اوسېدل، چې له شاوخوا دېرش کالو راهیسې د عامو خلکو له لوري نیول شوي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *