افغانستان

په ننګرهار او نیمروز کې بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه شول

مالیې وزارت، په ننګرهار او نیمروز کې د بېلابېلو قاچاقي توکو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.

مالیې وزارت، په ننګرهار او نیمروز کې د بېلابېلو قاچاقي توکو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت پرون باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د ننګرهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو، د ننګرهار او نیمروز په بېلابېلو سيمو کې ۴۰ کیلوګرامه پاکستاني انساني درمل، ۲۱ کیلوګرامه د غاښونو طبي مواد، ۱۰۲۰ کیلوګرامه ککو او ۹۶۰ کیلوګرامه رُب، چې ټاکل شوې وه د قاچاقچیانو له لوري هېواد ته وارد شي؛ ترلاسه شول.

ترلاسه شوي توکي او د قضیې په تړاو نیول شوي کسان د نورو اجراآتو لپاره د ننګرهار او نیمروز ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم، مالیې وزارت په هلمند او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو

کې، د بېلابېلو قاچاقي توکو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی و.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *